طالبان : په نورستان کي مو يوه چورلکه را واچوله

عطاالله محمدي | جولای 22nd, 2012


وسله وال طالبان وايي چي په نورستان ولايت کي ئې نن ورځ يوه چورلکه را اچولې او په هغه کي ناست ټول اتلس تنه سپرلي ئې وژلي.
طالبان ليکي چي چورلکه نن سهار د کامدېش اولسوالۍ په اړونده سيمو کي د راکټ لانچر په وسيله وويشتل سوه او ځاى پر ځاى را ولوېده .
په دې اړه تر اوسه بهرنيانو او افغان حکومت څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024