کور / تازه خبرونه / زابل: ملي امنيت طالب قومندان او ۶ وسله وال نيول سوي دي

زابل: ملي امنيت طالب قومندان او ۶ وسله وال نيول سوي دي

د ملي امنيت ادارې د غلچکي بريدونو د قوماندان په ګډون شپږتنه وسلوال طالبان نيولي دي .


د ملي امنيت چارواکي وايي چي د حافظ الله په نوم د لس کسيزي تروريستي ډلي قوماندان چي د نادرشاه په نوم قومي مشر او نور دولتي مامورين يې ترور کړي وه نيولي دي . د وسلوالو نيول سوي قوماندان د رسنيو سره په خبرو کي وويل چي د خپلي لس کسيزي ډلي په واسطه يې په ښار او ولسواليو کي قومي مشران او دولتي مامورين ترورول چي د ملي امنيت د ځواکونو لخوا ونيول سوو د ملي امنيت چارواکو همدارنګه هغه پنځه تنه وسلوال چي درې تنه يې پاکستاني وه او د دولت په وړاندي د ورانکاره فعاليتونو په تور نيول سوي وه رسنيو ته وښودل دغو کسانو په خپلو خبرو کي وويل چي په پاکستان کي د افغانستان د دولت په وړاندي د ورانکاره فعاليتونو د ترسره کولو په موخه زده کړي ورکول سوي دي او دوى هم د دولت په وړاندي په زياتو ورانکاره فعاليتونو کي لاس لري .


د ملي امنيت کارکوونکو همدارنګه د بيلابيلو عملياتو پر مهال زياتي وسلې ، مهمات او نشه يي توکي تر لاسه کړي دي په تر لاسه سويو توکو کي ١٦ توپنګچې ، يو ميل پيکا ،١٥ عدده د کلاشينکوف شاجوران ،١٥ ريموټ کنټرول ، ٨ کلچې باروت ، يو ميل کلاشينکوف يو ميل لس ټکه ټوپک ، يو ميل بي ايم يو ،٥٠٠ فيره د پيکا مرميو ، ٧٠٠فيره کلاشينکو مرمي، ٣٨ بوتله شراب او څه اندازه اومه چرس هم نيول سوي دي .