کور / کره کتنه / دکندهار نوم ((دمقدوني سکندر)) له نامه تړاو نه لري

دکندهار نوم ((دمقدوني سکندر)) له نامه تړاو نه لري

د اراکوزيا، اراخوتيش يا داوسني کندهار په رابطه باندي چي استاد شپون صاحب له نظره ، د اسکندر د نامه سره د هغوئ د ربط او يا نه ربط په رابطه باندي د استاد باوري صاحب څخه پوښتنه وکړه ځان ته اجازه نه ورکوم چي پر هغه باندي اضافه توب راولم خو،بايد ووايم چي د جغرافيوي اساساتو پر بنسټ باندي ،يا دوخت او زمان د شرايطو په لړ کي د نړيوالو پرمختيايي امپراطور جوړونکو زبر ځواکونو دستراتيژيو په لړ کي چي هر يوه هڅه کړي ده د سيمي په ساحو کي د خپل نفوذ لاندي سيمي تر نفوذ لاندي راولي او يا هم خپله امپراطوي وه نورو مناطقو ته د براعظمونو په انکشاف سره وغځوي نو مقدوني سکندر چي په هره سيمه کي خپله لښکر کشي کړي ده هغوئ د خپل ياد بود په خاطر او په هماغه مهال باندي ددوئ داستوګني لپاره عسکري کوټونه جوړ کړي دي چي هماغه کوټونو ته دسکندريي نوم ورکول سوي دي البته ،د اسکندريو په نامه باندي موږ ډير ځايونه يادولاى سو خو، دساري په ډول يي د اوسني مصر اسکندريه او د هغه څخه را وروسته بيا هغه کوټونه چي دنړۍ په بيلابيلو سيمو کي د مقدوني سکندر د فتوحاتو نقطې په نښه کوي پر همدي بنسټ باندي د اسکندر دنامه سره که چيري د کندهار لفظ تړون پيداکړي يا دهغه سره ربط ولري دلته دکندهار پر پخواني تاريخي قدامت باندي يو نوکي پيکه سيوري غوړول کيږي پس نو موږ ويلاي سو چي د کندهار موجوديت د هغه د اقليم په درلودلو سره د هغه د جغرافيايي موقيعت په ثبات او پر دي مېنه خصوصاً د ارغنداب يا داراکوزيا پر دواړو غاړو باندي د ولسونو ،اقوامو او قبايلو ميشتيدا د مقدوني اسکندر د واکمنۍ څخه ډيره مخکنۍ سابقه لري که احياناً پر دې سيمه باندي ولسونه نه هستيداى مقدوني اسکندر ددې اړتيا نه احساسوله چي پر کندهار باندي لښکر کشي وکړي او دا منطقه ونيسي پس موږ په کمال سراحت او فصاحت سره دا خبره کوو چي د کندهار د نامه تړاوو او داسکندر دنامه سره مطلق ربط نه لري يوازي او يوازي که چيري اسکندر دخپل کوټ لپاره دلته يا دخپلو عسکرو لپاره يې کوټ داسکندريي په نامه باندي جوړ کړى دى چي اوسنء دکندهار زوړ ښار دى کوم چي دهوتکو دواکمنۍ له سقوط سره نړېدلى دى
يادونه : داليکنه دوينا په ډول په کندهار کي دروان کال په سر دمحمداسلم((لوڼ))په ياد په جوړ سوي سيمينار کي خپره سوه.