کور / تازه خبرونه / د واټ پر سردرمل پلورونکو روغتيايي ستونزي جوړي کړي

د واټ پر سردرمل پلورونکو روغتيايي ستونزي جوړي کړي

واټونو او پياده رونو پر سر د درملو پلور روغتيايي ستونزي راولاړي کړي.
دا چي د دوبي په موسيم کښي دکال دنورو موسمونو په پر تله ناروغي زياتيږي
چي خلک او په خاص ډول کوچنيان تري سخت متاثره کيږي چي د درملني لپاره
يې په کندهار ښار کښي دولتي او غيري دولتي روغتيايې مرکزونه اوجود لري .
خو د دې هر څه سره سره په کندهار ښار کښي د پياده رونو پر سر د غيري
مسلکي کسانو له لوري ځني در مل په خپل سر پلورل کيږي چي نوموړي کسان نه
په درملو پوهيږي او نه هم په دې برخه کښي زده کړي لري چي روغتيا پالان
هم د ناروغيو د پيښي دو يواځنى علت همدا خپل سري درمل پلورنځۍ بولي چي
ياد درمل تر ډيره د ولسواليو ، کليو او بانډو او سيدوونکي د ناروغيو
لپاره استعمالوي .
دکندهار ښار او سيدوونکي هم د پياده روونو پر سر و لمر ته د درملو پلورل
ناسم کار بولي او په وينايې چي د يادو در ملو خوړل د ګټي پر ځاى تاو ان
لري دوى داهم وايې چي دولت بايد د دې لپاره لاس په کار سي پر واټونو او
پياده روونو د خپل سري درمل پلورلو مخه دي ونيسي .
دکندهار د عامي روغتيا د رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا لراوبرسره په مرکه
کښي د يادو درملو پر خپل سر پلورل او خرڅلاو غيري قانوني کار بولي او
په وينا يې نه يواځي دا چي نوموړي در مل د لمر په وړاندي خپل کيفيت له
لاسه ورکوي بلکي د نوموړو غيري مسلکي کسانو له لوري ، و ناروغانو ته ور
کول کيږي په خبره يې د دې پر ځاى چي دناروغ در ملنه وکړي لا يې هم ناروغي
سخته او د مرګ کندي ته يې رسوي .
ښاغلي پخلا داهم وويل چي څو څو ځله يې نوموړي کسان نيولي ، جرمه کړي ،او
قانوني چلند يې ور سره کړي خو په خبره يې چي ياد کسان د قانون خلاف عمل
کوي او بيا هم پر خپل سر د واټونو او پياده روونو پر سر په غيري قانوني
توګه در مل خرڅوي .
پاته دي نه وي چي په دي ډول سره د درملو پلور ډير کله ناو ړه پايلي
درلودلي دي چي لا هم په ټولنه کښي د پوره نه پوهاو ي له امله خلگ په دي
ډول سره د درملو درانيولو څخه لاس نه اخلي .