کور / تازه خبرونه / شاه جوى: د کرهڼي مدیریت ته نوې وداني جوړه سوه

شاه جوى: د کرهڼي مدیریت ته نوې وداني جوړه سوه

د زابل ولایت په شاه جوي ولسوالۍ کي د کرهڼې د مدیریت لپاره نوې ودانۍ
جوړه او تیره ورځ ګټي اخستني ته وسپارل سوه .
د شاه جوي ولسوال محمدصدیق وویل چي ددغې ودانۍ کار تیر کال پیل سو او په
دې وروستیو کي پای ته ورسید.
نوموړي زیاته کړه چي د دغې ودانۍ پر جوړیدو باندي د زابل د ولایتي
بیارغونې د ډلې (PRT) له لوري پنځه لکه امریکايي ډالر مصرف سوي دي او
کار يې د یو کورني ساختماني شرکت له لوري بشپړ سوی دى .
ولسوال زیاته کړه چي د زراعت یاده ودانۍ شل جریبه احاطه لري چي پکښي د
اوو اداري خونو ترڅنګ څلور ګرین هاوسونه ، څلور د اوبو ذخیرې او دوې سړې
خوني هم سته.
د ده په خبره چي د دغې ودانۍ په جوړیدو سره به د شاه جوي ولسوالۍ د زراعت
مدیریت د ځای د نشتوالی ستونزه هواره سي او دولتي کارکوونکي به وتوانیږي
چي په د پخوا په پرتله په ښه ډول د خلکو سره په کرنیزه برخه کي مرستې
وکړي.
ولسوال محمدصدیق وویل چي د دغې ودانۍ د جوړیدو پر مهال ددې ولسوالۍ
لسګونو وزګارو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره سوې وه
نږدې یوه میاشت وړاندي د شاه جوي په ولسوالۍ کي د يو ښوونځي ودانۍ هم تر
جوړیدو وروسته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل سوې وه.
شاه جوى د زابل هغه ولسوالۍ ده چي پکښي ډیري امنیتي پيښي رامنځته کیږي او
اوسیدونکي يې د ناامنیو عمده لاملونه په دې ولسوالۍ کي د پرمختیايي پروژو
کموالی او د ځوانانو وزګارتیا ښيي.