دا جنګونه به تر څو وي ؟؟؟

د لراوبر اداره | اپریل 14th, 2008


وطن  وران شو په جنګونو


په ماينونو په بمونو


ماشينګنو په اورونو


په ځان مرګو بريدونو


دا جنګونه به تر څو وي  ؟؟؟


دا اورونه به تر څو وي  ؟
 


ډيري ميندۍ شولۍ بورۍ


ډيري خويندۍ شولۍ کونډۍ


ماشومان مو يتيمان شول


په کوڅو کۍ سرګردان  شول


پوهی زدکړی   په ارمان  شول


دا جنګونه به تر څو وي  ؟


دا  دردونه  به تر څو وي  ؟



ډيرو پريښي خپل وطن دی


خپله مينه خپل  ګلشن دی


د خپل پلار نيکه مدفن  دی


ځکه  جنګ دی  دلته جنګ دی


دا جنګونه به تر څو وي ؟


دا اورونه به تر څو وي ؟
 


دنيا  وخوت  آسمانو ته


پرمختګ لوړو سرو ته


د ژوند نوي   پړاوو ته


خو زمونږ  وطن  کی جنګ دی


  د اوږدو کلونو  جنګ دی


دا جنګونه به تر څو وي ؟


دا  دردونه  به تر څو وي ؟



وطن وران شو ﻻ ورانيږي


د ا ميراث  مو دپلرونو


په  اورونو کی سوځيږي


شتمنی  مو د نيکونو


په اوبو کی ﻻهو کيږي


څاڅکی وينه چه تويږي


د خالد زړه پری ځوريږي


دا جنګونه به تر څو وي؟


دا  دردونه  به تر څو وي ؟؟؟





 


 Girl near a Soviet tank


 

Copyright Larawbar 2007-2024