کور / تازه خبرونه / په خوست کې درې تنه ووژل شول

په خوست کې درې تنه ووژل شول

په خوست ولايت کې په دو بيلا بيلو پيښو کې د ښوونځی د ساتونکي په ګډون دري کسان وژل شويدي .
د خوست ولايت د امنيې قوماندانۍ د عامه افکارو مشر سمونوال وزير بادشاه  لراوبر پاڼې ته  وويل چې تيره ورځ د يعقوبيو ولسوالۍ د تودې په سيمه کې دوه تنه د نامالومو وسله والو کسانو لخوا وژل شويدي .
نوموړی وايي چې وژل شويو  کسانو په دولت کې کومه رسمي  دنده ندرلوده او نه  په کوم دولتي اورګان پوري تړاو لري .
وزير بادشاه زياتوي چې د رپوټونو له مخې نوموړيو کسانود پخوا څخه شخصي دښمنې لرله کيداۍ شي د همدې امله وژل شوي وي .
ده زياتوله چې د وژل شوو کسانو د وژلو په تور يې څوک ندي نيول خو سيمې ته يې په نيولو پسي پوليس ليږلي دي .
د يو بل خبر له مخې تير شپه د خوست ولايت مرکز اړوند د عازي اباد  په سيمه  کې نامالومو وسله والو  کسانو د يو ښوونځی ساتونکی وژلی دی .
ويل کيږي چې د بريد پرمهال د ښوونځی ساتونکو يو بريد کوونکی هم وژلی دی چې تراوسه يې د هويت په اړه څه ندې ويل شوي .
وزير بادشاه وايي چې دپيښې وروسته پوليسو په سيمه کې ديادې پيښې په تړاو ١٦شکمن کسان نيولي دي چې دا مهال په امنيه قوماندانی کې تر پوښتنو لاندی دي .
په خوست کې دا لومړی ځل ندی چې د شخصي دښمنې په پايله کې يو چا ته مرګ ژوبله راسيږي بلکې ديته ورته پيښې پخوا هم رامنځته شوي دي .
کتوونکي وايي که په خوست کې شخصي دښمنيو ته د قومي پريکړو له مخې دحل  لارې چارې ونه لټول شي نو لري نده چې  دزياتې مرګ ژوبلې سبب به شي