کور / تازه خبرونه / كندهار:په زندان كښــــي حرفوي بلاك جوړ ســـوئ

كندهار:په زندان كښــــي حرفوي بلاك جوړ ســـوئ

د كندهاردلوي محبس مسئولين وايي چې دبنديانودسالمي بوختيالپاره يي داسي پروګرامونه په لاراچولي چې له مخې يي بنديان كولاي سي كسب زده كړي اوله زندان څخه وروسته  په ټولنه كې يوه  پياوړې  بوختياولري .


دكندهارلوي زندان چې نږدي يوزرودرې سوه سياسي اوجنايي بنديان پكې دخپل بندشپي سباكوي تازه يي دبيارغاونې چاري پيل سوي دي .


دغه زندان چې ودانۍ يې پخوانۍ جوړه ده  اوس پكې رغونيزي چاري دولايتي بيارغاونې دډلي له لوري رواني دي اوپه ترڅ كې يې دحرفوي زده كړويوبلاك تازه جوړسوي دي .


دزندان په دغه بيلاك كې دنجاري ،غالي اوبدلو،خياطۍ ،مرۍ اوبدلواورسامۍ څانګې پرانيستل سوي چې زياتوبنديانوته پكې دزده كړوامكانات برابرسوي دي .


په سويلي حوزه كې ددغه سترزندان ديوه ساتونكې په ملتيادغه زندان ته ورننه وتم ،دزندان لوړوديوالواوپري راتاواغزنوتارونوانسان  پداسي يوه فكركې اچاوه چې دلته به پريوه بندي چې  دوتواجازه ترې ونلري څنګه  وخت تيريږي ،اودې ته ورته بې شمېره سوالونه مي په ذهن كې راپيداسول .


خو دزندان  مشرډګروال عبدالقادرخان راته  وويل چې  اوس يي تازه داسي هڅي پيل كړي چې په زياته كچه زندانيانوته په محبس كې دننه دكاركولو امكانات برابركړي .


دمحبس مشرهغه بلاك ته وروستم چې زندانيان پكې په كاركولولګياو.


نومه وړي وويل چې په دغه حرفوي مركزكې نه يوازي داچې زندانيانوته دبوختياامكانات برابرسوي له بلې خواكولاي سي چې يوه اندازه پېسي هم ترلاسه كړي .


دكندهاردلوي محبس دحرفوي زده كړوپه بلاك كې  دغالي اوبدلوپه چاروزيات بنديان لګياو
په دوى كې چاله پخواڅخه دغه  كارزده كړي واوځينونوروبيااوس غالي اوبدل زده كړي وو.


دزندانيانولپاره  دغالي اوبدلوتاراوكاري وسايل يوه تجاربرابركړي .


دنومه وړي په خبره چې ګڼ شمېرزندانيانودخپل بندپه موده دغه كسب زده كړي اوله ازاديدوسره يې سم دغه كارته مخه كړې ده .


دغه رازپه زندان كې دلوستوبنديانولپاره يوشتمن كتاب تون هم پرانيستل سوي .
په دغه  كتاب تون كې دديني كتابونوترخواسياسي ،ټولنيز،فرهنكې ،تاريخې اوادبي كتابونه ترسترګوكيدل .


دزندانيانوپه خبره چې اوس كولاي سي په خلاص مټ دخپلي خوښي هرزاركتاب له كتابتون څخه ترلاسه كړي .


دعدلي وزارت مامورين وايې چې دزندانيانولپاره سالمه بوختيانه يوازي دهغوي پرژوندانه مثبت تاثيرلري له بلي خوا زندانيان كولاي سوچې له زنداني مودي څخه وروسته په ټولنيزوفعاليتونوكې اغيزمنه  ونډه واخلي .


زندانونه  چې عمومآديوه هيوادله نافظه قوانيوڅخه سرغړونكې پكې ساتل كيږي دعدلي چارواكوپه باورچې دمجريمينوداصلاح يوازني ځاي دي .