کور / تازه خبرونه / د پېښور – تورخم لويه لاره وتړل شوه

د پېښور – تورخم لويه لاره وتړل شوه

په پاک افغان بوله د دوو ډلو تاوتريخوالي له امله لاره بنده شوې ده ، د تورخم پېښور لاره د جمرود په سيمه کې هغه وخت بنده شوه چې کله د باړې د قبايلي سيمې يو تن مذهبي مشر منګل باغ او دهغه پلويانو دجمرود د سيمې يو تن مشر اقتدار احمد افريدي او دهغه پلويانو ته امر وکړ چې په سيمه کې دې شراب او نوره نشه اي شيان نه خرڅوي او او د سيمې څخه دې د هيروينو مرکزونه ختم کړي ، د اقتدار احمد افريدي پلويان په دې خبره په قهر شول او لاره يې وتړله ، لاره تر اوسه هم بنده او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي ، له افغانستان څخه راتلونکي افغانان چې کله سيمې ته را ورسېږي له موټرو څخه کوز شي او ښځي او ماشومان يې له ځان سره روان کړي وي او بله لا دا چې بارانونه هم پيل شوي دي.


افغانستان ته تلونکې ترکاري او نور خوراکي مواد هم بند شوي او لارۍ او کانتينرونه په قطارونو کې ولاړ پاتې دي


د سرحد حکومت تر اوسه په دې شخړه کې څه نه دي کړي.