کور / خبرتیا او پيغامونه / دخالص بابا فرهنګي ټولنې اعلاميه

دخالص بابا فرهنګي ټولنې اعلاميه

 په  12\\4\\2008 نيټه د خالص بابا فرهنګي ټولنې خصوصى غونډه وكړه چې د فرهنګي ټولنې د پرمختګ په هكله مختلفې فيصلې وشوې محترم استاد دلاور خان (سيلاب)چې د ګوردې د ناروغۍ له كبله د ډاكټرانو په توصيه استراحت ته ضرورت درلو د فيصله وشوه چې نور به د محترم استاد سيلاب پر ځاى پنځه كسيزه رئيسه هيئت د خالص بابا فرهنګي ټولنې مشري كوى او له ټولو ليكوالانو،اديبانو او دوستانو څخه غوښتنه كېږى چې استاد سېلاب صاحب ته د صحت دعا ګانې وكړى.


د غونډې په جريان كښې د ځينې اخباراتو او ليكوالانو دا تبصرې و غندل شوې چې وايې د خالص بابا فرهنګي ټولنې په نوښت جوړې شوې مشاعرې سياسى رنګ درلود نو ځكه د خالص بابا فرهنګى ټولنه اعلانوى چې دغه ټولنه محض ادبى او فرهنګي ټولنه ده چې هيڅ راز سياسى موخې او اهداف نه لرى د بيان ازادۍ ته درناوى لرى كيداى شى په مشاعره كښې ځينو شاعرانو د بيان له ازادۍ څخه په استفادې سره خپل سياسى نظريات څرګند كړى وى چې دا د هغوى شخصى نظريات دى او هيڅكله د خالص بابا فرهنګي ټولنې رايه او پاليسى نه تمثيلوى .