کور / تازه خبرونه / کاناډا د کندهار والي په اداري فسادککړ وبولـــــــئ

کاناډا د کندهار والي په اداري فسادککړ وبولـــــــئ

د كاناډا د بهرنيو چارو وزير ماكسيم برنير نن په يوه  غونډه کې اعلان وکړ چې دکندهار والي اسدالله خالد په اداري فساد ککړ دى . ده دکندهار په هوايي ډګر کې دخپلې وينا پر مهال داڅرګندونې وکړې . دکاناډا دبهرنيو چارو وزير وويل چې که ولس مشر حامد کرزى داداري فساد مخنيوى کوي نو پکار دي چې په دې پوه شي چې ايا په دې اوسنيو شرايتو کې دکندهار اوسنى والي اسدالله خالد ددغي دندي وړدى ؟ هغه زياته کړه : (تاسو پوهېږئ چي دلته هر وخت د واليانو د بدلېدو پوښتنه راپورته كېږي، زه فكر كوم كرزى كولاى سي چي يو وړتيا لرونکى كس د نوى والي په توګه راولېږي.)ښاغلى کرزى بايد داپوښتنه ځواب کړي . دکندهار دوالي اسدالله خالد ددرغليو خبري لا له وړاندي دکندهار ښار ځينو اوسېدونکو کولې او ځينو داهم ويل چې ښاغلي خالد دامريکا په متحده ايالاتو ، لندن ، او عربي مما لکو کې ډېره لويه سرمايه ګوزاري کړې خو دښاغلي خالد پر څېره به داڅه نه ښکارېدل او هغه دولس مشر حامد کرزي په کورنۍ کې دومري ځاى موندلى چې اوس دکندهار ښار ډېرى کسان دوالي په اداري فساد کې دکرزي دکورنۍ ځيني غړي ښکېل بولي .


http://www.canada.com/ottawacitizen/story.html?id=895b919a-2238-45d7-8f27-2ac873723ac0&k=88157