کور / شعر / زندان به پکې هم وي

زندان به پکې هم وي

ستاکهلم د جولای ۲۱ – ۲۰۱۲


غزل


ولس جوړول سخت کار دی تاوان به پکې هم وي
د سر خطر به هم وي او زندان به پکې هم وي


 
بیړۍ د مهاجرو وه چې ډوبه شوه ساحل کې
پلټنه یې په کار ده افغانان به پکې هم وي


 
له غربه په پتنوس کې یې جوړ کړی نظام راووړ
رهزن پکې بیشماره جاسوسان به پکې هم وي


 
د غلي اکثریت چوپتیا د بحر زلزله ده
ظاهر کې خو آرام ښکاري طوفان به پکې هم وي


 
فساد منافقت د ګاونډیانو که عادت دی
خو – ایما د فرنګي او غټ شیطان به پکې هم وي


 
که غم که خوشحالې او یا جګړې د پښتنو وي
الله سره پیوسته یه قربان به پکې هم وي


 
د سیند د غاړې کلی یې پرون شپه بمبارد کړی
نتکۍ اوبو راوړې ده پیزوان به پکې هم وي


 
ټولی زما د اوښکو شي باغي د یار په چم کې
جرګه د پښتنو ده سرکشان به پکې هم وي


 
د غره په سر اور ښکاري نو ورځمه لاس نیوي ته
دوهه د ملنګانو درویشان په پکې هم وي


 
ستا لار منم سپیڅلې ده د سولې نوښتګره!
خو – حفیظ غوندې بې لارې لارویان به پکې هم وي