د ميدان وردګ د چک ولسوال محمد اسمعيل وفا ووژل سو
نن سهار دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوال محمداسماعیل وفاء وسلوالو مخالفینو پداسې حال کې چې د کور څخه د ولسوالۍ په لور په روان وو په په وسلوال برید کې ووژل سو او زوی یې ټپی شو.
دمعلوماتو له مخې محمد اسماعیل وفاء نن سهار (۸:۳۰) بجې دخپل زوی سره یوځای د چک ولسوالۍ ته دخپلې دندې لپاره روان وو چې دبابا کلاء په سیمه کې د وسلوالو مخالفینو دبرید لاندې راغي او ووژل سو . د نوموړي زوی هم چې دخپل پلار سره روان وو د وسلوالو په ډزو ټپي شوې دی.
دنوموړي د وژل کېدو مسوليت طالبانو پر غاړه اخستی دی ، ذبيح الله مجاهد لراوبر ته وويل چي ددوی کسانو نن سهار محمد اسمعيل او د هغه پر ساتونکو بريد وکړ ، چي نوموړی ووژل سو او ساتونکی يې زخمي سوی دی .
د ميدان ورګو ولايت مطبوعاتي وياند په وينا تراوسه پورې دپیښې په اړه څوک ندي نیول شوي خو په اړه یې پلټنې روانې دي. دمیدان وردګو ولایت والي محمد حلیم فدایي د وسلوالو مخالفینو لخوا ددې ولسوالۍ اصلي او تکړه بچي چې تل یې خپلو ولسونو ته په سختو او ترینګولو شرایطو کې خدمتونه وړاندې کول ترور او وژنه په کلکه غندي او امنیتي ارګانونو ته لارښونه کوي چې عاملین یې ژر تر ژه ونیسي او دقانون منګولو ته یې وسپاري