کور / تازه خبرونه / د ايساف هوايي بريد څلور ماين ښخوونکي ووژل

د ايساف هوايي بريد څلور ماين ښخوونکي ووژل

د ايساف ځواکونو يوه هوايي بريد تېره شپه د کندهار ولايت په ارغنداؤ ولسوالي کي څلور تنه هغه مخالفين چي ماينونه يې ښخول وژلي دي. دا خبر نن د کندهار مطبوعاتي دفتر څخه خپور سو .
په دې اړه لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي دي چي يادو سوو څلورو تنو تېره شپه ناوخته د ذکر سوي ولسوالۍ د خواجه ملک په سيمه کي پر يوه سړک ماينونه ښخول چي د افغان ملي پوليسو لخوا وليدل سول او ورسته يې په اړه د قوماندي مرکز ته راپور ورکول سو او د هوايي قواوو لخوا په نښه سول.
د وژل سوو څلورو مخالفينو مړي هم په سيمه کي پاته دي او دووى سره يو ځاى يوه اندازه چاودېدونکي توکي او مهمات هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.
د تيري شپې په هوايي بريد کي يوازي او يوازي ياد سوي څلور وسلوال وژل سوي او پکښي بل هيچاته کوم ډول مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى.

د يادوني وړ ده چي په دې وروستيو اوونيو کي په پرله پسې توګه ماين ښخوونکي يا په خپلو ماينونو وژل سويدي يا هم د ناټو ځواکونو لخوا له هوا څخه په نښه سويدي ، ناټو او افغان دولت تراوسه پوري دا نه دي واضح کړې چي ولي دداسي کسانو چي ظاهرآ په يو يا دوه ميله سپکو وسلو او يوه موټرسايکل سمبال وي د ژوندي نيول کېدو هڅه نه کوي .