کور / تازه خبرونه / هلمند: په امنيتي پوسته کي ۳ ملکيان او ۳ پوليس وژل سويدي

هلمند: په امنيتي پوسته کي ۳ ملکيان او ۳ پوليس وژل سويدي

په هلمند كې د طالبانو په بريد كې درى پوليس اودرى ولسي وگړي وژل سويدي ، دا خبر د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کي راغلی دی .
ياد شوى بريد د يكشنبې په شپه د دريوبجوپه شاوخواكې د گرشك ولسوالى د باوړيوپه سيمه كې د پوليسوپرامنيتي پوستې د طالبانو لخوا ترسره شوى چې په پايله كې يې درى پوليس اودرى تنه ولسي گړي چې په ياده شوې پوسته كې ميلمانه اود يوه پوليس د خاله زامن وو اود نوموړې پوستې د قوماندان خاكسارپه گډون درى پوليس ټپيان شوي دي.
د يادوني وړ ده چي افغانستان د نړۍ له هغو هيوادونو څخه دی چي پوليس او د ملي اردو سرتيري يې نظامي پوستې او تاسيسات د مېلمستياو او شخصي ګټي لپاره کاروي او په خپل شخصي وخت ، مېلمستياو او ودونو کي په دولتي پوليسي او پوځي لباسونو کي ګډون کوي چي د امنيتي پېښو پر مهال يې ملکي وګړي هم قرباني کيږي .