په کندهار کي د ترافيکي اشارو د نصب لړۍ پيل سوه

د لراوبر اداره | جولای 29th, 2012


نېټه١٣٩٠، ٠٥، ٠٨
کندهار افغانستان-د کندهار ولايت د ترافيکو مديريت د ښاروالۍ سره په ګډ د يوه جامع پلان په ترڅ کي په ښار کي د برېښنايي ترافيکي اشارو د نصب لړۍ پيل کړه.
د کندهار ولايت د ترافيکو مدير سمونوال محمد الله خان نن د ولايت مقام د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي خبري غونډي ته وويل چي دغه لړۍ يې د ښار په مرکزي برخه کي د عيدګاه دروازې له څلور لاري پيل کړې او پلان لري چي په ټولو چوکونو يې ولګوي.
هغه زياته کړه دوى همداراز پلان لري چي د ښار ترڅنګ د سپين بولدک ولسوالۍ په دوو سيمو کي هم چيري چي زياته ګڼه ګوڼه ده ولګول سي چي خلکو ته به اسانتياوي رامنځ ته کړي.
د ترافيکو مدير په ننۍ غونډه کي همداراز وويل چي د روان لمريز کال د پيل په څلورو مياشتو کي يې تر دې دمه د ترافيکي پيښو د لږوالي او د خلکو د پوهاوي کچي د لوړېدا په خاطر لوى شمېر روزنيز پروګرامونه داير کړي چي پکښي ١٠٥١ جلده د چلوني لاينسنسونه توزيع سوي دي.


محمد الله خان زياته کړه چي په تيره اوونۍ کي يې په ښار کي د ښاريانو لپاره د زياتو اسانتياوو او خدماتو د چمتووالي په موخه ١٢١ ټکسي لاينونه توزيع کړي او همداراز يې ٥٠ عرادې نوي کاسټر موترونه او ٢٠ ټکسيان په ښار کي فعال کړي دي.
د نوموړي په خبره چي د روان لمريز کال په څلورو مياشتو کي يې د اړوندو ادارو ټول عوايد ((١٢٣٩٤٠٠١٦)) افغانۍ کيږي چي د هيواد په کچه يو له خورا لويو رکمونو څخه دى.
د ترافيکو مدير په ننۍ غونډه کي وويل چي د تېر کال د لومړۍ ربعي په پرتله سږ کال په ترافيکي پيښو کي د پام وړ کمښت راغلى چي ددوى او ښاريانو لپاره ښه زېرى دى او دى هنوز هم له پلرونو او مېندو غوښتنه کوي چي خپلو کم عمره ماشومانو ته د نقيله وسايطو د چلوني اجازه ورنکړي.
هغه زياته کړه چي دوى د لومړي ځل لپاره په کندهار کي ښځينه چلوونکو ته هم د لاينس ورکولو لړۍ پيل کړې او تر دې دمه يې ٧ تنو ته تر امتحان وروسته لايسنسونه ورکړي دي.
نوموړي وويل که چيري ددې ډول ښځو تعداد سي نو دوى به د پوهني رياست سره په ګډه د کندهار په يوه ښځينه لېسه کي د چلوني کورس ونيسي او په لوى تعدا د کي ښځي به له دې کورس څخه فارغي کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024