کور / تازه خبرونه / سفما :‌پاکستان دی له خبريال ويبپاڼی فيلټر لری کړی

سفما :‌پاکستان دی له خبريال ويبپاڼی فيلټر لری کړی

په افغانستان کی دجنوبی آسيا دآزادو رسنیو انجمن (سفما )مشرتابه له پاکستانی چارواکونه غوښتی چی دبیان آزادی او د آزادو رسنیو فعالیت ته درناوی وکړی.
له څه مودی را پدی خوا دپاکستانی چارواکو له خوا خبریال انترنیتی ورځپانه چی د افغانستان یو له هغو رسنیوڅخه دی چی گڼ شمیر لوستونکی لری تر فلتر لاندی راوستی ده چی دجنوبی آسيای درسنیو انجمن دافغنستان برخه دخبریال په وړاندی دغه عمل په کلکو الفاظو غندی او دفلتر لیری کیدو غوښتنه يي کوی .
سفما افغانستان خبر تر لاسه کړ چی پرون په پاکستان کې دافغانستان لوی سفیر محمد عمر داودزي دیوې ناستي پر مهال باندي دپاکستان دبهرنیو چارو له وزیري حنا رباني کهر نه وغوښتل چې دخبریال ویبپاڼې څخه فلټر لیري کړي .
دجنویبی اسیا درسنیو دانجمن سفما-افغانستان دافغان سفیرددغی غوښتنی ننگه کوی اويو وار بیا په پاکستان او نړی کی درسنیو دملاتړ له ټولنو نهادونوغواړی تر څو دخبریال ویبپاڼی په ملاتړ دپاکستان په حکومت فشار راوړی تر څو درسنیو دفعالیت خوندی توب په پاکستان کی یقینی شی .