کور / سپورټي / کرکيټ: افغانستان د استراليا سنشاين لوبډله وګټله

کرکيټ: افغانستان د استراليا سنشاين لوبډله وګټله

د افغانستان نولس کلنې ملي لوبډلي په استرالیا کې له یوه سیمه ایز کرکټ کلپ سن شاین کوسټ سره په دوهمه تمریناتي سیالۍ کې هم بریا خپله کړه، سن شاین کوسټ ته پرون هم افغانستان ماتې ورکړې وه نن که څه هم چې هماغه کلپ وه خو لوبغاړي یې بیا نوي شوي وه .


د افغانستان نولس کلنې لوبډلې د لوبې ټاس وګاټه او په خپله یې د بیټینګ پریکړه وکړه ، افغانستان په ۴۸ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۲۷ منډې  جوړې کړې او سن شاین کوسټ لوبډلې ته یې د ۲۲۸ منډو هدف ورکړ.



د افغانستان له لوري عبدالرحیم منګل ۵۵ ناسوځیدلې منډې،نجیب الله ځدران ۴۸ منډې، حشمت الله شاهدي ۳۸ منډې او افسر خان په خپل وار سره ۳۴ منډې جوړې کړې.


سن شاین کوسټ لوبډلې بیټینګ پیل کړ او په ۵۰ ام اور کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۴ منډې جوړې کړې او وایې نشو کولای د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي.


دافغانستان له لوري په بالینګ کې هم یوشمیر لوبغاړي ښه وځلیدل، افتاف علم، یمین احمدزی او ناصر جمال د خپلې سیالې لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول، همدا راز شبیرنوري ، جاوید احمدي او عبدالرشید یو یو لوبغاړي وسوځول.


د افغانستان کرکټ نولس کلنه ملي لوبډله دا مهال په استرالیا کې ده او د ۲۰۱۲ کال نړیوال جام سیالیو لپاره چمتوالی نیسي ، افغانستان به د اګست میاشتې په اوومه نیټه، له ایرلینډ او په اتمه نیټه، له هندوستان سره تمریناتي سیالۍ ترسره کړي


ټاکل شوې ده چې افغانستان د ۲۰۱۲ کال په نړیوال جام سیالیو کې چې د اګست میاشتې په ۱۱ نیټه، پیلیږي خپله لومړنۍ لوبه د پاکستان په وړاندې ترسره کړي.