دماليې وزارت لوړ رتبه پلاوي فراه ولات ته سفر وکړ

د لراوبر اداره | جولای 30th, 2012


د مالیې وزارت د عوایدو معین پوهندوی سید مبین شاه، د ګمرکاتو عمومي ریس الهام الدین اظهر او ورسره مل پلاوي نن دوشنبې د فراه ولایت څخه لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې نوموړي پلاوي د فراه ولایت والي ډاکټر محمد اکرم خپلواک سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د فراه ولایت د عوایئدو په زیاتیدو، په دې وروستیو کې د ولسمشر د فرمان په اړوند یې سره خبرې وکړې او دا چې د فراه ولایت د ګمرک عمومي مدیریت ریاست ته لوړ شوی نو د ښاغلي والي ته یې د ګمرک ریاست ته د لوړیدو مکتوب وړاندې کړي. ډاکټر خپلواک د راغلي پلاوي څخه مننه وکړه چې د روژې مبارکې میاشت کې یې فراه ولایت ته سفر وکړ.

وروسته بیا د ښاغلي والي او د ولایتي شورا د ریئس حاجي عبدالبصیر خیرخوا په ګډون راغلي پلاوي له هغې ځمکې څخه لیدنه وکړه چې د فراه ولایت د ښار لویدیځ اړخ ته په ۷ کیلومټرۍ کې پرته ده، چې دغه ځمکه د ګمرک د ودانۍ د جوړیدلو د پاره ټاکل شوې ده. د فراه ولایت د ګمرک ودانۍ چې د نړیوال بانک له خوا ورته بودجه ورکړل شوې په نژدې راتلونکي کې به یې ودانیزې چارې پیل شي. همدارنګه نوموړي پلاوي د فراه ولایت د ګمرک عمومي مدیریت او مستوفیت له مامورینو سره وکتل او د دواړو ادارو مامورین یې خپلو دندو او مسؤلیتونو ته متوجه کړل. او همدا ډول یی ددواړو ادارو دمامورینو ستونزی او شکایتونه واوریدل چی دحل لپاره یی ژمنه وکړه.

د نوموړي پلاوي د سفر موخه د ولسمشر د فرمان عملي کول او د فراه ولایت په عوایدوکی د زیاتوالي د پاره یوه هڅه ده، چې دا کړنه کولی شي د هېواد د اقتصاد په وده کې مثبت تمام شي.

Copyright Larawbar 2007-2024