د جورجیا هیواد یو عسکر مړ سو

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 30th, 2012


د ګرجستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چی هغه پوځي چی اووه میاشتی مخکی د افغانستان په هلمند ولایت کی د طالبانو په حمله کی زخمی سوی و ، وړمه وځ په جورجیا کی مړ سو .
دا پوځي اووه میاشتی د کوما په حال کی و چی په امریکا او جرمنی کی یې هم تداوی فایده ونکړه څو چی باالاخره مړ سو .
دا شپاړسم جورجیایی عسکر دی چی په افغانستان کی له منځه ځی .

Copyright Larawbar 2007-2024