م.ا.ر. درې پاکستاني وسله وال نيولي دي
نېټه١٣٩٠، ٠٥، ٠٩
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ چي د ملي امنيت رياست د تيري اوونۍ په اوږدو کي د استخباراتي فعاليتونو او عملياتو پرمهال درې تنه چي اصلي او فعالي د پاکستان هيواد اوسېدونکي او ترورستان دي نيولي دي.
په دې اړه لراوبر ته په تازه رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي ددې دريو کسانو ترڅنګ د کندهار د ميرويس روغتون يو تن کارکوونکى چي دلته د غير طبي موادو معتمد و او پوره پنځه کاله يې د پاکستان د کويټې شورا او ځايي وسلوالو سره کار کاوه نيولى دى.
د ملي امنيت رياست منسوبينو تېره اوونۍ په عملياتو کي دملا عبدالصمد په نوم يو بل تن هم چي په ملک سره شهرت لري او له تيرو ٧ کلونو راپدېخوا يې د وسلوالو مخالفينو سره يو ځاى دولت ضد فعاليتونه کول نيولی دی.
د کندهار ولايت مقام نيول سوي پنځه سره تروريستان بللي دي او نن د ملي امنيت په رياست کي رسنيو ته وښوول سول او هر يوه يې په خپل خپل نوبت سره د خبرو پرمهال پر خپلو اعمالو باندي اعترافات وکړل.
د عزيز الله په نوم د ميرويس روغتون کارکوونکى چي د ښار اوومي ناحيې اوسېدونکى دى له پنځو کالو راهيسي يې د وسلوالو مخالفينو د نوموتي قومندان اغاجان سره کار کاوه او د تيري مياشتي پر ١٩ نېټه پر امنيه قومندانۍ د بريدونو پرمهال دغه کس د کويټې شورا ته په روغتون کي د امنيتي ځواکنو د مرګ ژوبلي په باب وخت پر وخت معلومات ورکول.
په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه کس همداراز د وسلوالو طالبانو لخوا مسؤليت لاره چي ټول هغه جنګيالي چي په وسلوالو نښتو کي زخميان کيږي ورته په ميرويس روغتون کي صحت ورکړي او تر درملني وروسته يې په مخفي توګه له روغتونه خارج او خپلو خپلوانو ته يې وسپاري.
په خبرپاڼه کي ميرويس روغتون ته د طالب زخميانو د داخلېدلو د څرنګوالي او په دې کار کي د نورو لاس لرونکو کسانو په اړه څه نه دي ويل سوي .
طالبانو تر اوسه د کندهار ولايت مقام او ملي امنيت ددغو ادعاو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .