طالبان : په لوګر کي امريکايي څرخکه وويشتل سوه

د لراوبر اداره | جولای 30th, 2012


ذبيح الله مجاهد وايي نن د ماپښين ۳ بجې دلوګر دمرکز مربوط الیاس خان کلا سیمه کې طالبانو په یوه امريکايي تيريدونکي قطار وسلوال برید وکړ چې په نتيجه کې يې يوټانک ويجاړ ۲ امريکايي عسکر مړه او ۳ تنه نور سخت ټپيان شول ، ددې جګړې په جريان کې امريکايي جنګي چورلکې هم سيمې ته دبريدونو اودخپلو عسکرو سره دمرستې لپاره راورسيدې چې دمجاهدينو لخوا تر راکيټي بريدلاندې ونيول شوي ،په بريدکې يوه چورلکه وويشتل شوه اوسمدستي ېې اور واخيست.
د ذبيح الله مجاهد په وينا وروسته سيمه دامريکايي عسکرو لخوا محاصره سوه .
ناټو تر اوسه پوري ددې پېښي په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024