کندهار: د نويد په نامه ۶مياشتني عمليات پيل کيږي

د لراوبر اداره | جولای 30th, 2012


نېټه١٣٩٠، ٠٥، ٠٩
کندهار افغانستان- د راتلونکو شپږو مياشتو لپاره به د کندهار په شمالي، غربي او ځينو جنوبي ولسواليو کي د افغان ملي امنيتي ځواکونو په مشرۍ د نويد په نوم شپږ مياشتني موسمي عمليات پيل سي.
دغه عمليات به مشترک عمليات وي چي قومانده به يې د افغان ځواکونو پر غاړه وي او نړيوال ځواکونه به يوازي د مرستندويه ځواک په توګه د انجينرۍ ټيمونو او روغتيا په برخه کي څه ناڅه مرسته کوي.
په همدې باب نن د کندهار په ٢٠٥ اتل قول اردو کي يوه لويه نظامي غونډه جوړه سوې وه چي پکښي د کندهار ولايت مقام مرستيال، د ايساف د سهيلي زون د قومندان او مرستيالانو ترڅنګ يې، د ملي پوځ، ملي پوليسو قومندانانو او د ولسواليو ولسوالانو برخه لرل.
په ننۍ غونډه کي د عملياتو د ښه تطبيق ترڅنګ ټولو ګډونوالو په ټنګار سره وويل چي بايد حکومتدارۍ د پياوړتيا لپاره هم نهايت زياتي هڅي وسي ترڅو د خلکو او دولت ترمنځ پرته فاصله له منځه ولاړه سي.
وينا والو په غونډه كي وويل چي د كندهار په شمالي او نا امنو ولسواليو كي به د دوبي او مني موسيمي عمليات د شپږو مياشتو لپاره افغان ځواكونه تر سره كوي ترڅو وكولاى سي په يادو سيمو كي امنيتي حالت سم او يادي ولسوالۍ د انتقال اخستلو راتلوونكي پړاونو ته اماده سي .
د ولايت مقام مرسيتال عبدالقديم پتيال په غونډه كي وويل چي شمالي او نا امنو ولسواليو ته خاصه پاملرنه نده سوې او نه هم پكښي په سم ډول ښه حكومتداري پلي سوې ده ځکه نو اوس هم په هغو سيمو کي د وسلوالو مخالفينو خال خال فعاليتونه تر سترګو کيږي.
ښاغلي پتيال په يادو سوو ولسواليو کي د سړک غاړي بمونه د افغان ملي امنيتي ځواکونو لپاره تر ټتولو لويه ننګونه په ګوته کړه او زياته يې کړه چي په دې برخه کي بايد لا ډېر کار صورت ونيسي.
ښاغلي پتيال په ټينګار سره وويل چي بايد دې ولسواليو ته توجه زياته سي ترڅو په نظامي او ملكي برخه كي پرمختګ رامنځته او قانون په سم ډول سره پلي سي .

Copyright Larawbar 2007-2024