کور / z_buitenland_news -- 5 / ايټالوی ميليارډر يو ځل بيا صدراعظم سو

ايټالوی ميليارډر يو ځل بيا صدراعظم سو

سيلويو برلوسكوني ايټالوی محافظه کاره ميليارډر چې پخوا هم دوه  ځله ددې هيواد صدراعظم وو د ايټاليا په تازه ټولټاکنو کې د خپلو سيالانو سره درايو په يوه کوچني توپير سره بريالی او د دريم ځل لپاره ددې هيواد د صدراعظم په حيث و ټاکل سو . نوموړي د خپلي ټاکني  سره جوخت اخطار ور کړ چې هغه اقتصادي ناخوالي چې هيواد يې ورسره مخامخ دی نوکېدای سي چې ايټالیا و يوې ناوړه راتلونکې ته ټېل وهي  .


 


۷۱ کلن سيلويو برلوسكوني چې د ايټاليا د رسنيو پاچا ګڼل کيږي او ددې هيواد  تر ټولو لوی خرپوله ميليارډر دی  پسله هغه چې د نوموړي چپ سيال والټر ولټروني  پر خپلي ماتې اعتراف وکړ ،د ايټاليا په ټلوېزيون کې ظاهر سو  وې ويل چې زه به د پنځو کالو د پاره د ايټاليا مشر يم خو يوه ډېره لويه  توره لوخړه مې و مخکې  ته پرته ده چې د هغې سره مجادله به لا نور هم  ډېر قدرت اوطاقت  وغواړي .