شهيد!

6 | اپریل 15th, 2008


لکه چي پروت قيمت غمى وي د ښامار په خولۀ کې
د شهيد وينه داسې خوند کړي د پرهار په خولۀ کې
ځکه دوى مړۀ شول او تر موږه نه را ورسېده
د بلا مخ ته وو پراته زمري د غار په خولۀ کې
د ظالمانو پر تدبير يې هيڅ آمين نه وايه
سا يې تر څو په تن کې وه، و يې انکار په خولۀ کې
تر هغو پورې يې په بدو يادولى دلته
تر څو چي زموږ د شهيد نوم و د مکار په خولۀ کې
د فرعونانو سپين غمي په خولۀ کې نه اخلمه
لکه موسى ځمه پر حق، اخلم انګار په خولۀ کې
نوره دونيا چي هر څه وايي بس هغه دي وايي
تل به يادېږي قدرمن د الميار په خولۀ کې

Copyright Larawbar 2007-2024