کور / تازه خبرونه / ګډو ځواکونو څلور تنه ماين ښخوونکي ووژل

ګډو ځواکونو څلور تنه ماين ښخوونکي ووژل

افغان ملي امنيتي او ايساف ځواکونو په ګډه تېره ورځ د کندهار ولايت په غورک ولسوالي کي د ګزمې پرمهال څلور تنه مخالف وسلوال چي ماينونه ښخول وژلي دي.
دغه څلور تنه تېر ماپښين څه باندي دوې بجې هغه مهال ووژل سول چي د يادي سوي ولسوالۍ د سنګين په کلي کي پر يوه سړک باندي په ماينونو ښخولو بوخت ول.
د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي ياد سوي څلور سره وسلوال د افغان ملي امنيتي او ايساف ځواکونو د ګډي ګزمې لخوا ليدل سوي او وروسته يې تر منځ وسلواله نښته سوې چي پکښي څلور سره له منځه تللي دي.
له دغو کسانو څخه د سپکو وسلو د تر لاسه کېدو ترڅنګ لس کړۍ ماينونه چي هغوى غوښتل په دې ساحه کي يې ښخ کړي د دولتي ځواکونو لاسته لوېدلي دي.