دهلمند چارواکو د خبريال ويب پاڼې بندېدل وغندل
د هلمند ولايت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي د پاکستان لخوا د خبريال ويبپاڼي بندېدل په سختو ټکو غندل سوي دي .
په خبرپاڼه کي د چارواکو له خولې راغلي چي د خبريال ويب پاڼې په وړاندې د پاكستاني چارواكودغه گام په ښكاره توگه د بيان د آزادى په وړاندې ستونزې رامنځ ته كول اومخه نيول دي اوموږد پاكستاني چارواكودغه عمل په كلكه غندو.
د هلمند چارواکو خپلي غوښتي په دې توګه مظرح کړيدي : په لومړي سركې له پاكستاني چارواكواودولت څخه غواړوچې په خبريال ويب پاڼې لگول شوى بنديزليرې كړي اوپه دوهم قدم كې د بشري حقونو،آزادواونوروټولومدني ټولنوڅخه غوښتنه كوو چې د پاكستاني چارواكوددې گام په وړاندې توند غبرگون وښيي اودوى دې اړكړي چې د خبريال پرويباڼې ياد شوى بنديزليرې اوپه دې يې هم پوه كړي چې په راتلونكي كې د رسنيوپه وړاندې له دا ډول كړنوڅخه په كلكه ډه ډه وكړي.
تر دې مخکي په افغانستان کي د خپلواکو ژورناليستانو ټولني هم د پاکستان لخوا د خبريال ويبپاڼي بندېدل غندلي وه او غوښتنه يې کړې وه چي دغه بنديز دي دېر ژر واخستل سي چي خبريال ويبپاڼه د بيان د ازادۍ په رڼا کي خپلو خپرونو ته ادامه ورکړي .
که څه هم د خبريال ويبپاڼي او په افغانستان کي د انټرنيټ د سانسور مسئلې په اړه د افغانستان لوړ رتبه چارواکو له پاکستانه ددې ستونزي د بندېدو غوښتنه کړېده خو پاکستان د يوې مياشتي په اوږدو کي په دې اړه عملي ګام نه دی پورته کړئ .