کور / تازه خبرونه / مولانافضل الرحمان : پر خبریال لګول شوی بندیز دي لیري شي

مولانافضل الرحمان : پر خبریال لګول شوی بندیز دي لیري شي

دپاکستان دجمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې پر خبریال ویبپاڼه لګول شوی بندیز لیري کړي . نوموړي زیاته کړه چې داسلام اباد واکمن په دې توګه نشي کولای چې درښتیا ویلو مخنیوی وکړي . مولانا فضل الرحمان خبریال یوه ریښتونې ، دسیمي او نړۍ له حقیقتونو باخبره اداره یاده کړه او ویه ویل چې دداډول ادارو په بندولو سره پاکستاني چارواکي دولس له غبرګون او نفرت سره مخامخ کېدای شي ،ځکه خبریال ویبپاڼه په ولس کې اوږدې ریښې او زیات لوستونکي لري .
دجمعیت علمای اسلام مشر دافغان او پاکستاني چارواکو وغوښتل چې دمیډیا په ډګر کې یو بل ته خنډونه جوړ نه کړي بلکه داسي لاري پرانیزي چې دځمکنیو حقیقتونو څخه دمیډیا له لاري ځانونه خبر وساتي ، ده وویل چې اسلام اباد او کابل دځمکني جوړښت له مخي ډېر سره نیژدې خو د میډیا داړیکو پر بنسټ ډېر سره لیري دي . هغه ددواړو هیوادونو له خبري ادارو وغوښتل چې په اسلام اباد او کابل کې دفعالیت لپاره دفترونه پرانیزي او دریښتوني ژورنالیزم په کولو سره خبري ادارې ددواړو هیوادونو دولسونو غږ راڅرګند کړي .
مولانا فضل الرحمان له پاکستاني چارواکو دخبریال ویبپاڼې دژر پرانیستلو ترڅنګ ددواړو هیوادونو پر خبري ادارو هم سپارښتنه وکړه چې حقیقتونه دي مخ ته کښېږدي او ددواړو هیوادونو تر منځ دي دښو اړیکو دجوړولو لپاره لار پرانیزي ، او دده په وینا دا هله ممکن دي چې ددواړو هیوادونو دمیډیا استازي هلته شته وي .
دجمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان او پاکستان دوه مسلمان او دیوه کلتور شریک هیوادونه وبلل او ددواړو هیوادونو له حکومتونو نه یې دیوبل دمشروع حقوقو داحترام غوښتنه وکړه .
دیادولو وړده چې پاکستاني مخابراتي چارواکي دافغانستان په ډېرو برخو کې هم خبریال ویبپاڼې ته دفعالیت اجازه نه ورکوي .
دپاکستان دوو لویو کمپنیو پر افغانستان باندي انټر نیټ پلورلی دی چې یوه یې شخصي کمپنۍ (وتین) او بله یې دپاکستانحکومتي کمپنۍ (PTCL) ده . دپاکستان د (PTCL) حکومتي کمپنۍ افغانستان باندي پلورل شوی انټر نیټ فلټر کوي اویوازي هغو سایټونو او انټر نېتي فعالیتونوته اجازه ورکوي چې دپاکستان دپالیسي سره برابراو یا په بله معنا ددویخوښ وي .
دا خبره وروسته له هغه راڅرګنده شوه چې پاکستاني چارواکو نېژدې یوه میاشت وړاندي‌په خپل هیواد کې پر یوهافغاني خبري ویبپاڼه (khabarial.com) باندي بندیز ولګاوه . دپاکستان له بندیز سره سم په افغانستان کې هم دغهویبپاڼه دهیواد په هغو برخو کې بنده شوه چې انټر نیټ یې له پاکستان څخه اخیستل شوی دی . 
افغانستان دانټر نیټ زیاته برخه له ګاونډي پاکستان څخه پېرودلې ده ، خو په عین حال کې له تاجکستان او ایران څخههم دکابل له لوري انټر نیټ اخیستل شوی دی . 
پاکستان د (وتین) شخصي شرکت انټر نیټ ظاهرأ نه فلټر کوي البته د (PTCL) حکومتي‌ شبکه په بشپړه توګه فلټرکېږي .
دپاکستان له لوري افغانستان ته راغلی انټر نیټ اکثره په ولایتي دفترونو او وزارتونو کې کارول کېږي . دا دافغانستانسره شوی قرار داد دی چې له پاکستان نه انټرنیټ اخلي . 
 دانټر نیټ پوهان وايي چې څرنګه یو هيواد د بل هيواد پر انټرنټي اړيکو واک ولري ددې معنا داده چي ددغه هيوادمحرم، استخباراتي او ديپلوماتيکي هغه تماسونه چي د انټرنټ څخه په ګټه اخستنه ترسره کيږي هم خوندي نه دي .
پاکستاني پوځي چارواکو دخبریال ادارې ته وویل چې ځکه یې پر فعالیت په پاکستان کې بندیز لګول شوی دی چې ځینيخبرونه او تبصرې یې دپاکستان دملي ګټو سره په ټکر کې دي .