د بهرنيو پوځيانو د پاره جولای تر جون مرګونې مياشت وه

د لراوبر اداره | اگست 1st, 2012


جولای د تېرو مياشتو په نسبت د ناټو او ايتلافي ځواکونو لپاره د تېرو مياشتو په نسبت مرګونې مياشت وه . د زينهوا خبري اژانس د خبر له مخي په تېره مياشت کي ۴۶ بهرني پوځيان په افغانستان کي د بېلابېلو پېښو په ترڅ کي وژل سويدي چي له دې شمېرې څخه ۴۱ امريکايي پوځيان پاته نور د ناټو غړيو هيوادونو سره تړاو درلود .
د يادوني وړ ده چي د جون په مياشت کي د وژل سوو بهرنيو پوځيانو شمېر ۳۹ وو چي ۲۹ يې امريکايي پوځيان وه .
په تېره مياشت کي د بېلابېلو چاودنو ، وسله والو حملو او ځانمرګو بريدونو په نتيجه کي افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته هم پراخه مرګ ژوبله اوښتې ده خو په دې اړه تر اوسه کره شمېرې نه دي راجستر سوي او يا دا چي رسنيو ته ندي رسېدلي.

Copyright Larawbar 2007-2024