کور / اسلامي / د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]

د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]


رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي : « هر شی زکات لری ، خو د بدن زکات روژه ده » . بیا داسی فرمایی : « څوک چی د رمضان د میاشتی یوه روژه بېله عذره یا بېله ناروغۍ څخه وخوری ، په ټول وخت کی یې جبران نسی ادا کولای » . د همدې نبوي پوهاوي په هیله لطفاً د روژې دیارلسمه تحفه قبوله کړﺉ ( ن . صمد ) .


اووه پخې خبری


ابو عبدالله القرشی (رح) داسی فرمایی : یو شخص د اوو پوښتنو لپاره اووه سوه میله سفر وکړ تر څو یو عالم ته ورسی او هغه یې ځوابونه ورکړی . کله چی هغه عالم ته ورسېد نو ورڅخه ویې پوښتل چی هغه څه شی دی چی :
۱ : تر آسمان هم ډیر دروند دی ؟ ؛ ۲ : تر مځکی هم ډیر پراخ دی ؟ ؛ ۳ : تر ډبری هم ډیر سخت دی ؟ ؛ ۴ : تر اور هم ډیر سوځونکی دی ؟ ؛ ۵ : تر برزخ هم ډیر یخ دی ؟ ؛ ۶ : تر دریاب هم ډیر زلال دی ؟ ؛ ۷ : تر یتیم هم ډیر کمزوره او تر زهرو ډیر وژونکی دی ؟
عالم په ځواب کی داسی ورته وویل :
۱ : پر یو پاک انسان باندی تهمت تړل تر آسمان هم دروند دی ؛
۲ : حق تر مځکی هم ډیر پراخ دی ؛
۳ : د کافر زړه تر ډبری هم ډیر سخت دی ؛
۴ : حرص ( طمع ) تر اور هم ډیر سوځونکی دی ؛
۵ : د نورو څخه خپله اړتیا غوښتل تر برزخ هم ډیر سوړ دی ؛
۶ : قانع زړه ( صابر زړه ) تر دریاب هم ډیر ژور او زلال دی ؛
۷ : د چغلۍ رسوا کېدل تر زهرو هم ډیر وژونکی دی او دغه مهال چغلي ګر تر یتیم هم ډیر کمزوره او ذلیل وی .


هو ، په یو ښه انسان پورې تور تړل واقعاً هم ډیر سخت او دروند تمامیږی ، حق په رښتیا هم ډیر ارت او عظیم ارزښت دی ، د کافر ( هغه چی د اسلام او مسلمانانو شعوری دښمن وی ) زړه په رښتیا هم تر کاڼې سخت یعنی ډیر بې رحمه وی ، حرص او طمع باالکل د انسان زړه سوځوی ، بل ته خپل احتیاج څرګندول واقعاً چی انسان وجداناً او جسماً یخئ کوی ، قانع او صابر انسان همیشه له هر مصیبت او درده بېغمه وی ، او د چغلیګر رسواینه ( که احساس او وجدان ولری ) د مرګ حیثیت لری . نو څومره به ښه وی که د دغسی نا مطلوبو او ناوړو کارونو څخه ځانونه  وژغورو ؛ وجداناً او روحاً خوښ ، راضی او ډاډه اوسو او په هغه څه کی دخالت ونکړو چی الله هماغه شان لازم بللی وی یعنی د الله تعالی په اراده کی منفی مداخله ونکړو . 


د طبیب الهی عشق


یوه ورځ حضرت علی (رض) د بصرې په بازار کی تیرېدﺉ چی ډیره ګڼه ګوڼه یې ولیده . ویې پوښتل چی هلته څه خبره ده ؟ ورته وویل سوه چی دا د یو طبیب معاینه خانه ده او دغه ټول راغونډ سوي خلک ناروغان دي .
د دې خبری په اورېدو سره حضرت علی (رض) هم هغې خوا ته ورغی او هلته یې یو ښایسته ځوان ولیدﺉ چی پر یوه څوکۍ ناست و  او مریضانو ته یې نسخې لیکلې .


حضرت علی (رض) مخته ورغی او طبیب ته یې داسی وویل : اې طبیبه ! آیا داسی دوا درمعلومه ده چی د ګناهونو څخه منځته راغلي ناروغۍ جوړی کړی او د زړونو څخه د غفلت زنګ ایسته کړی او په نتیجه کی محب د محبوب سره وصل کړی ؟


د دې خبرو په اورېدو سره طبیب چپ سو ، سر یې کښته ونیوﺉ او په سوچونو کی ډوب سو . پسله څو لحظو یې سر راپورته کړ او داسی یې ورته وویل :
د اسلام باغ ته تشریف یوسئ، او هلته د ایمان ونه پیدا کړﺉ ، د عشق او محبت پاڼې ، د اخلاص ښاخونه  او د یقین میوې یې په محراب کی د سجدې پر ځای کښیږدﺉ او هلته یې اوړه کړﺉ . که اوبو ته ضرورت پیدا سو نو هغه اوښکی چی د خدای له بیری توی سوي وی په هغه کی ګډي کړﺉ . وروسته یې د کفن د صافي څخه صاف کړﺉ او د قبر تیارې ته یې یوسئ او هلته یې په داسی حال کی وخورﺉ چی څوک مو و نه وینی . همدا د ګناهونو د زیږنده ناروغۍ دوا ده . په خدای چی انشاالله همدا یې نسخه او چاره ده .


طبیب د دې نسخې تر بیانولو وروسته فریاد وکړ او ځای پر ځای وفات سو او روح یې په رښتیا هم د خپل معشوق خوا ته والوتله . حضرت علی (رض) د دې صحنې او پیښی په لیدو سره ډیر متأثره سو او د هغه جسد یې داسی مخاطب کړ : په خدای چی همدا ته یې چی د دنیا او آخرت طبیب یې .
وروسته یې د دغه الهی عاشق د تکفین او تدفین چاری تر سره کړې او په زیاتو دعاوو سره یې ونازاوه .


هو ، هغه طبیبان خو تقریباً ټوله د خدای واقعی دوستان ، ولیان او مبارک اشخاص وو ، خو د یوویشتمی پیړۍ اکثریت طبیبان دومره متمدن او سیکولر سوي دي چی ډیرﺉ یې نه لمونځ کوی او نه هم روژه نیسی . نه زکات ورکوی نه خیرات….. نو طبیب چی پخپله ناروغ وی ، نه به یې په لاس کی شفا وی او نه په زړه کی وفا !






د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :


•    ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]


•    ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]


•    ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]


•    ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]


•    ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]


•    ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]


•    ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]


•    ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]


•    ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]


•    ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]


•    ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]


•    ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]


•    ۱۳. همدا برخه