کور / تازه خبرونه / لاهور: د مېوې په مارکېټ کي دوې پرله پسې چاودني وسوې

لاهور: د مېوې په مارکېټ کي دوې پرله پسې چاودني وسوې

نن ماښام د لاهور د مېوې په مارکېټ کي دوې پرله پسې چاودني وسوې . په خيبرپښتونخوا کي د لراوبر ويبپاڼي همکار وايي چي دې چاودنو کي ۲۳ کسان ژوبل سويدي . مګر پوليسو تر اوسه د  ژوبلي په اړه څه نه دي ويلي .


د لاهور يوه ځايي خبريال د ټيلفون پر کرښه د لراوبرهمکار ته وويل چي ښايي ژوبلو کسانو شمېره نوره هم پورته سي ځکه چي تر اوسه ټول زخميان روغتونونو ته نه دي رسيدلي. چاودني دواړي ډيري زوروي وې او د پېښي شاوخوا سيمه تر اوسه کلابنده ده . پوليس خبريالانو ته اجازه نه ورکوي چي د پېښي ځای ته ننوزي دا مهال د لاهور په ټولو روغتونونو کي بېړنی حالت اعلان سویدی .