کور / تازه خبرونه / له كوټي او نورو پښتني سيمو څخه ډله-ډله خلګ روان دي

له كوټي او نورو پښتني سيمو څخه ډله-ډله خلګ روان دي

له كوټي او نورو پښتني سيمو څخه خلك د هلمند، كندهار ، نيمروز، زابل ، او نورو
ولايتونو په لور باندي ډله ډله روان دي ، كه څۀ هم افغانستان د نړۍ تر ټولو لوى د
نشيي توكو مركز بلل كېږي او د نړۍ په سلو كې ۹۰ فيصده مخدره مواد برابروي نو سږ كال
هم دا كار ښه په درز سره پر مخ ځي ، دا وخت چې په افغانستان كې د كوكنارو د نېښ
وهلو شپې او ورځې رارسېدلې دي نو خلك له نورو سيمو څخه و دې سيمو ته ځانونه د خوارۍ
او مزدورۍ دپاره رسوي، كه څه هم تېر كال په نېښ وهلو كې له ډېرو خلكو څخه پزې او
غوږونه پرې كړل شوي وو خو سږ كال هم خلك تر هغه زيات د نېښ وهلو دپاره ځي ، ځكه چې
په دې سيمو كې ګرانۍ خلك هر كار ته مجبوره كړي دي .



هېره دي نه وي چې په دې سيمو كې تېر كال هم د نېښ وهلو دپاره په سلو كې اتيا
مدرسې د دې كار دپاره بندې كړى شوې وې او طالبان تللي وو خو دا كال يې شمېر تر دې
هم زيات شوى دى .