کور / تازه خبرونه / كندهار: د بشري حقونو كميسيون د شپږ زره كسانو محاكمه غواړي

كندهار: د بشري حقونو كميسيون د شپږ زره كسانو محاكمه غواړي

دبشردحقونوخپلواك  كميسيون وايې چې ګڼ شمېرافغانان دبشردحقونودسرغړونكومحاكمه غواړي اووړانديزيي كړي چې دجنګې مجريمېنولپاره دي داسلامي  هيوادونوپه مرسته يوه خپلواكه محاكمه جوړه سي .


كميسيون يادونه كوي چې دټول هيوادپه كچه يې ټول پوښتنه كړي اوشپږوزروافغانانوورته ويلي چې جنګې مجريمين دي محاكمه سي .


دبشردحقونودخپلواك كميسيون دكندهارساحوي دفترله تيردوورځوراپديخواداتنقالي عدالت ترنامه لاندي په يوه ناسته كې چې دمدني ټولنواورسينوداستازوپه ګډون يې په لاراچولي وو خبروركړچې دولسي خلګوپه غوښتنه به حتمآدجنګې مجريمين محكمې ته وړاندي سي .



په سويلي حوزه كې دبشري حقونوخپلواك كميسيون دبشردحقونودنه خونديتوب په باب انديښنه وښودل اودغه حالت يې دانديښني وړوباله .


كميسيون په ځانګړي توګه هغه څه ته ګوته نيسي په جنګې حالاتوكې رامنځ ته كيږي .
په ځان وژونكوبرديدونو اودبهرنيوسرتيروپه هوايي حملوكې دولسي وګړووژل كيدل په ښكاره ډول له بشري حقونوڅخه سرغړاوي په ګوته كوي .


كميسيون وايې چې دبهرنيوځواكونوله مشرانوسره يې دولسي وګړوپروژل كيدوخپله انديښنه ښودلي اوورڅخه يي غوښتنه كړي چې په دي اړه دي له پوره هوښتياڅخه كارواخلي .


په سويلي حوزه كې دبشري حقونوخپلواك كميسيون له بشري حقونوڅخه دخبراوي په برخه كې له هغووركشاپونوڅخه  يادونه كوي چې له همدي امله يې په لاراچولي .
كميسيون وايې چې دټولني له ګڼووګړوسره يې مشوري كړي اودانتقالي عدالت دخوندي كولوپه برخه كې يې دهغوي مشوري ترلاسه كړي اوبيايي ولسمشرته وړاندي كړي دي .


دكميسيون مامورين وايې چې دخلګوپه باوردغچ اخيستلولړي دي پايته ورسيږي اوددي دحل يوازني لارداپه ګوته كوي چي ديوي اسلامي اوخپلواكې محاكمې له لوري مجريمينوته سزاوركړل سي .



دبشردحقونو خپلواك كميسيون پداسي حال كې دجنګې مجريمينودمحاكمې خبره كوي چې اوس هم هره ورځ په لس ګونوبي ګناه افغانان خپل ژوندله لاسه وركوي .


دبشردحقونوتازه خپاره سوي راپوربياهم ګڼ شمېرهغوافغانانوته چې په جګړواوځان  وژونكوبريدونوكې يي دكورنۍ غړي له لاسه وركړي هيله مندي پيداكړي چې يوه ورځ نه يوه ورځ به مجريم ته سزاوركړل سي .


خومعلومه لانده چې څه وخت اوكله به عام افغانان  ددې محاكمې شاهدان واوسي