کور / تازه خبرونه / د ملګري ليكوال كوټي پنځلس ورځنۍ غونډه وشوه

د ملګري ليكوال كوټي پنځلس ورځنۍ غونډه وشوه

نن د سې شنبې ورځ چې  د اپرېل د مياشتي له پنځلسمې نېټې سره سمون خوري په كويټه هوټل كوټه كې د يوې فعاله ټولنې ملګري ليكوال كوټي پنځلس ورځنۍ غونډه د پروفيسر محموداياز په مشرۍ كې وشوه، په دې غونډه كې چې باركوال مياخېل د قرآن كريم په مقدسو اياتونو سره پرانسته او د نظامت فرايض يې حبيب الرحمن تاثير تر سره كول ښاغلي بركت شاه كاكړ خپله مقاله [ ما بعد الجديديت ] د كره كتنې دپاره وړاندې كړه ، چې ډېره ژوره او معلوماتي مقاله وه، او ملګروډېرې درنې او په زړه پورې خبرې ورباندې وكړې .
ته غونډه كې دا پرېكړه وشوه چې په يولسم مى باندي به د دې ټولنې له خوا يوه غونډه جوړېږي چې دروېش درانى به په پښتو عروضو باندي ليكچر وركوي چې په دې موضوع باندي سږ كال د ښاغلي دروېش دراني كتاب هم چاپ شوى ده چې دا كار په پښتو كې تر اوسه پوري نه و شوى، په دې غونډه كې په لسګونو شاعرانو ، ليكوالانو ، او اديبانو ګډون كړى وو ، او په پاى كې يې د بي بي سي راډيو له پښتو څانګې څخه په كلكه دا غوښتنه وكړه چې له دې وروسته دي د كوټې ادبي راپورونه هم نشر كوي .