بي بي سي پښتو فحشا خپروي ، اطلاعات او کلتور ویده دی !

د لراوبر اداره | اگست 2nd, 2012


په دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانه ټولنه کې ځینو رسنیو خپل ځان ته ځانګړي مقامونه جوړ کړي دي او په هغوی کې هم یوه رسنۍ بي بي سي پښتو ده . بي بي سي پښتو دافغان جنګ پر وخت په افغانستان کې یوازینۍ اداره وه چې ډېر اورېدونکي یې لرل ،خو دوخت په تېرېدو سره یې نورو رسنیو ورو- ورو ځای نیول پیل کړل .
دطالبانو دواکمني تر ړنګېدو پوري چې بي بي سي لوی لاس ورکي درلود، دغه اداره په افغانستان کې ښه وځلېدله . البته چې کله په افغانستان کې دډېموکراسۍ شغلې ځلېدلې هغوموره بي بي سي پښتو په افغانستان کې خپل اهمیت له لاسه ورکاوه او ځای یې نورو مطبوعاتي ادارو نیوه . شاید یوه وجه به داوه چې په افغانستان کې ډېري زیاتي رسنۍ راپیدا شوې او آزادي راډیو خو داسي وځلیده چې دنورو ادارو پخواني ډېر اوريدونکي یې ځان ته راجلب کړل .
شاید دآزادي راډیو دځلېدو دوه علته وو ،یو دا چې څپې یې پاکي دي او پرله پسې خپرونې کوي ، او دوهم داچې شاید کار کوونکي یې دبي بي سي په انډول زیاته وړتیا ولري (بخښنه غواړم ) خیر تر دې به راتېر شو او رابه شو خپلي اصلي موضوع ته .
اوس چې په افغانستان کې بي بي سي د راډیو په ډګر کې میدان وبایله او ځای یې آزادي او ځینو نورو راډیو ګانو ونیوه نو یادي ادارې هم پرېکړه وکړه چې دبرېښنا يي رسنیو په ډګر کې خپل ځان ته ځای جوړ کړي .
برېښنا يي رسنۍ یا ویبپاڼې نن سبا په افغانستان کې ډېري زیاتي دي او دنومونو لیست یې خورا غټ دی ، خو ځیني یې کیلیدي او تل یې تر بي بي سي وخپلو لوستونکو ته ښه او پر وخت خبرونه او دلوستونکو دخوښي مواد ورکړي دي‌. بي بي سي چې لوی نوم لري هڅه کوي چې په دغه ډګر کې خپل مقام جوړ کړي خو فکر کوم مقابله ډېره ګرانه ده او اوس دپنځه دېرش کاله پخوا زمانه نه ده چې په افغانستان کې بله رسنۍ نه وي او میدان چغالي وي ،اوس خو تر بل هر وخت ژورنالیزم په افغانستان کې ډېره وده کړې ده .
 بي ، بي ، سي پښتو مشرتابه تر ډېره اوس دې ته پام اړولی دی چې ځوان نسل دخپلي ویبپاڼې کتلو ته راجلب کړي . ځکه په بل ډګر کې دوی شاید له نورو ویبپاڼو میدان نشي ګټلای .


په اوسني وخت کې د فحشاء خپرولو لپاره د اسلام دښمنانو داسې وسائل رامنځته کړل چې د ډېرو نېکو کارونو لپاره هم کار ورڅخه اخېستل کيږي او نه يوازې هغه څوک لاس رسی ورته لري چې اړتيا يې وي؛ بلکې د هر وګړي لاس ته رسېدلي دي، که لوی او که کوچنی وي، په خپله ګټه او تاوان پوهيږي او که نه پوهيږي، چې همدا د غربيانو يو له مهمو اهدافو څخه و، هغوی په دې نتيجه رسېدلي دي چې د يوې مسلمانې ټولنې د بې لارې کولو لپاره ترټولو ښه لاره همدغه ميډيا ده چې په مټ يې کولای شي مسلمانان په فحشاوو روږدي کړي او بيا ورباندې خپل اهداف تطبيق کړي .
که څه هم لڅ انځورونه په انټر نیټ کې ډېر زیات دي ،خو ښايي ځوانان یې ونه کتلای شي او یا که یې ګوري نو دکتلو لپاره به ورته ځانګړی ځای او خاص وخت پیدا کوي ،خو دبي بي سي پښتو پاڼه کې داسي انځورونه کتل ډېر په اسانه سره کېدلای شي .
که یو ځوان دخپل کمپیوټر پر مخ باندي دبي بي سي پښتو پاڼه راخلاصه کړي نو ښايي دکورنۍ یو غړی یې هم څه ورته ونه وايي ځکه دا خو هغه دچا خبره علمي اداره ده ،خو په اصل کې دا داسلام دمقدس دین ،او افغان کلتور تر ټولو لویه دښمنه اداره ده .


اوسنۍ ميډيا په لوی لاس داسې پروګرامونه خپروي چې په ټولنه کې فحشاء عامه شي او خلک بې لاري کړي، له مېرمنو سره ژوندۍ فاحشې مرکې، د جنسي مسائلو څېړنه، د نارينه او ښځينه وو د نامشروعو اړيکو ټينګولو کيسې، فاحش انځورونه او هغه راپورونه چې د بې حيايي پرته ټولنې ته بل هيڅ زېری نه راوړي.


داسې خلکو ته چې غواړي په ټولنه کې بې حيايي عامه کړي الله پاک په دنيا او آخرت کې د دردناک عذاب خبرداری ورکړی دی:


إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ[النور:۱۹]
ژباړه:  بيشكه هغه كسان چې خوښوي دغه ( خبره ) چې خوره شي دبدكارۍ تهمت په حق دهغوكسانوكې چې ايمان يې راوړى دى شته دغو( كسانو) ته عذاب دردناك په دنياكې ( دقذف په حداوبدنامۍ سره ) اوپه آخرت كې ( په اورددوزخ سره ) اوالله پوهيږي اوتاسې نه پوهيږئ دهغې خورى کړې فاحشى په ضرر) .


يادښت:دا ايت د (افک) د پېښې په اړه نازل شوی دی؛ خو حکم يې عام دی او هرڅوک چې غواړي په ټولنه کې بې حيايي خپره کړي، د همدې وعيد لاندې راځي.


زه دومري ویلای شم چې که اړوند افغان چارواکي دبي بي سي ددغه ناوړه عمل کلک مخنیوی ونه کړي ښايي دا  اداره خپلو ورته نورو شومو اهدافوته هم دوام ورکړي .
زما داطلاعاتو او کلتور وزارت نه دا غوښتنه ده چې ددې موضوع په کلکه نوټس واخلي او دغې ادارې ته په افغانستان کې دورته خپرونو اجازه ورنکړي .
هم دا راز افغان کلتوري ټولنې ، دیني عالمان ، مخور سپین ږیري او دقلم خاوندان دي ددغه ناوړه عمل په خلاف خپل غږ را اوچت کړي ،څو دوی ته دا ثابته شي چې افغانان دخپل کلتور ،دین او مذهب په وړاندي هیڅ ډول ګستاخي نه مني .
یادونه:
دبي بي سي ددې ناوړه عکسونو لینکونه دلته موندلای شئ ،خو دا لینک داسي وخت وګورئ چې دکمپیوټر سره نېژدې مو زناني او ماشومان نه وي .


http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2012/07/120729_hh-olympic-day2.shtml



البته که بي بي سي پښتو ددغې لیکنې تر خپراوي وروسته دا انځورونه لیري کړي مايې دثبوت لپاره انځورونه خوندي ساتلي دي .
دیوه کلتوریک او له فحشاوو خلاص افغانستان په هیله

Copyright Larawbar 2007-2024