کور / تازه خبرونه / یو پولیس افسر ۱۷ ملکی کسان ووژل

یو پولیس افسر ۱۷ ملکی کسان ووژل

یوه افغاني رسنۍ ( خامه پریس ) د روزګان ولایت د محلی چارواکو په تایید راپور ورکوی چی تیره ورځ د پولیسو یو قوماندان ( شجاعی ) په خاص ولسوالۍ کی ۲۰ کسان د کورونو څخه راوایستل او د هغوی څخه یې ۱۷ کسان ووژل چی ماشومان او سپین ږیری هم پکښی شامل دي .
شجاعی چی د غزنی ولایت اوسېدونکی دی ، ځکه په قهر سوی و چی وسلوالو د ده دوه نږدې پولیس ملګري وژلي وو خو شجاعی دغه کلیوال د هغوی سره په تړاو متهم وبلل او انتقام یې د هغوی څخه واخیست .
خو دا خبر تر اوسه نړیوالو معتبرو منابعو نه دی خپور کړی .