سمنګان:ښوونکو ته د لابراتوار کاروني سيمينار پيل سو

د لراوبر اداره | اگست 5th, 2012


دایبګ ښار: دسمنګان د مرکزی ښوونځیو و ښوونكو ته د ساينس، كميا، بيولوژي او فزيك په برخو كې د لابراتوار كارونې ۲۰ ورځنى سیمينار دنوموړی ولایت د حجانی ملکه لیسي په تالارکې پیل شو.
نوموړی سیمینار نن دروان کال د زمری دمیاشتي په۱۴ مه نیټه د پوهنې وزارت دساینس او تنکالوژی دعمومی ریاست لخوا او د افغان استرالیا دفتر په مالی مرسته جوړ شوي چې د ایبګ ښار د مرکزی ښوونځیو ۸۰ تنو ښوونکو ګډون کړی .
په لابراتوارونو ددغه مجهز وركشاپ ګډونوالو ته د ياد شوي بنسټ د روزونكو لخوا په دې هدف روزنه وركول كيږي څو د دغه وركشاپ ګډوانوال وكولاى شي څو په خپلو اړونده ښوونځيو كې د لابراتوار كارونې په برخه كې د زده كونكو ستونزې حل كړي.
دیادونی وړده چې دي ته ورته ورکشاپونو پرانیستل به د ښوونکو او دپوهنې مسئوولينو د پوهي د لوړولو په کچه کې د نوی روزنې د اصولو له اړخه مثبتي اغیزی ولري .

Copyright Larawbar 2007-2024