کور / تازه خبرونه / بسم الله محمدي او عبدالرحيم وردګ د اعتماد رايي وبايللې

بسم الله محمدي او عبدالرحيم وردګ د اعتماد رايي وبايللې

د افغانستان ولسي جرګې نن د دفاع او کورنیو چارو وزیران د هیواد د امنیتي وضعیت او له پاکستان څخه پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو د حملو د مخنیوي په وړاندې د اقداماتو د نه کولو په خاطر جرګې ته د سوال- ځواب لپاره وربللي ول.
سترجنرال عبدالرحیم وردک او مل پاسوال بسم الله محمدي څخه د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل خو د جرګې د غړیو قناعت یې حاصل نه کړ. ولسي جرګې پرېکړه وکړه چې د دواړو وزیرانو په اړه دې رایې واخیستل شي.
د ولسي جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي د رایو د اعلان په پای کې له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې ولسي جرګې ته د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوي وزیران د اعتماد رایې په خاطر وړاندې کړي. ده وویل چې د جرګې له پرېکړې سره سم دواړه وزیران سلب صلاحیت شول.
عبدالرحیم وردک ته ورکړای شوي رایې تایید رایې: 72 رد رایې : 146 باطلې : ۵ سپینې : ۴
بسم الله محمدي تایید رایې:90 رد رایې: 126 باطلې ۷ سپینې