کور / تازه خبرونه / عبدالمقيم افغان د زابل د اطلاعاتو کلتور ريس مقرر سو

عبدالمقيم افغان د زابل د اطلاعاتو کلتور ريس مقرر سو

د اطلاعاتو او فرهنګ نوى رئیس د یوې غونډي په ترڅ کي د ولایت مقام دفتر د
رئیس له لوري معرفي سو.

هغه غونډه چي د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ د نوي ټاکل سوي رئیس د معارفت
په موخه داطلاعاتو اوفرهنګ په ریاست کي جوړه سوې وه پکښي د ولایت د مقام
ددفتر ریس د بیلابیلو ادارو رئیسانو او د زابل میشتو ژورنالیستانو برخه
اخستي وه .

د زابل د ولایت مقام د دفتر رئیس غلام سرور رسولی په جوړه سوې غونډه کي
په خپلو خبرو کي وویل چي عبدالمقیم افغان په هندوستان هیواد کي د ماسټرۍ
ترکچي زده کړي کړي چي د اداري اصلاحاتو په ازموینه کي د ازاد رقابت له
لاري وتوانیدى چي بریالی سي او د ولسمشر په حکم او د اطلاعاتو فرهنګ
وزارت او د ولایت مقام په لارښوونه نن رسمأ معرفي سو .

ښاغلی رسولی ددې ریاست د پخواني رئیس د کارونو ستاینه هم وکړه او د نوي
ټاکل سوي رئیس څخه يې وغوښته چي د دې ولایت دخلګو دپاره کار وکړي .

په ورته وخت کي نوي ټاکل سوي رئیس عبدالمقیم افغان په غونډه کي ژمنه وکړه
چي په دې ولایت کي به د ځوانانو د ظرفیت لوړولو سیمنارونه ورکشاپونه او
روزنیز پروګرامونه جوړ او دغه راز د زابل میشتو ستونزي به د رسنیو سره
یوځاى د چارواکو ترغوږو ورسوي اودغه راز به د دې ولایت تاریخی ځایونو ته
ځانګړې پاملرنه وکړي

د یادوني وړده چي په غونډه کي د بیلابیلو ادارو رئیسانو او ژورنالیستانو
هم خبري وکړې او د نوي ټاکل سوي رئیس سره یې د هر اړخیز مرستو ژمنه وکړه