کور / تازه خبرونه / ناټو د ۲ پوځيانو د وژل کيدو خبر ورکړ

ناټو د ۲ پوځيانو د وژل کيدو خبر ورکړ

ناټو وايي نن سهار يې د افغانستان په ختيځ کي د طالبانو په بريد کي دوه پوځان وژل سوی دی . په دې اړه لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي نور جزيات نه دي وکړل سو ي، خو تېره شپه ناټو د يوې اعلاميې په ترڅ کي د افغانستان په ختيځ کي د خپلي يوې پوځي څرخکي د بېړنۍ ناستي خبر ورکړی و خو هلته يې دا خبره ياده کړېوه چي پوځيانو ته يې مرګ ژوبله نه ده اوښتې . په اوسنۍ خبرپاڼه کي دا نه ده روښانه سوې چي دوه پوځيان يي د هيليکپټر په پېښه او که کوم بل بريد کي وژل سويدي .