د سميرا کوچۍ شعرونه
زړونه يې نشته کوګلونه يې خالي پاتې دي
خدايه دا خلګ لا په کوم الفت ژوندي پاتې دي
دا ستا راتګ او تګ جانانه د ګلاب په شان دى
چې چيرته تلى کېنستلى يې ازغي پاتې دي
اوس يې تصوير په سترګو نه ږدم اوس يې نه ښکلوم
اوس يې نه ياد نه يې خيالونه ليوني پاتې دي
د دې خورو چيغو او هم د بهېدلو اوښکو
ټول حسابونه بس په سر د يو سړي پاتې دي
دغه رواج د دغه قوم سره تر اوسه مل دى
چې په کې ډېر پردي دوستان، دوستان پردي پاتې دي
سپينې سپوږمۍ سپينې پلوشې ورکړه کيسه ليکي
دا جنګي زلمى درته نن خپله اراده ليکي
وايې دغه خلګ چې د شپې به لږ په امن شو
نور دي د هر کور خاوند خپل نوم په دروازه ليکي
دا تصوير خو رنګ غواړي کيسه غواړي او درد غواړي
دا خو به د تش مړوند د مات زړه پښتنه ليکي
تاسې خو يو ځل قلم د ده په لاس کې ورکړئ لږ
پرېږدئ دا بې پلاره ماشوم وليکي چې څه ليکي
نور خو دي هيچيرته په ليمو کې ځايوي هم نه
بس يوه کوچۍ ده چې ټول ژوند ستا په نامه ليکي
زما په تقدير دي تقدير لوبې کوي
را سره څومره په ځير لوبې کوي
خدايه دا سور په وينو لاس د چا دى
چې په ملا او په پير لوبې کوي
يو يې دښمن دوهم يې دوست ګڼلى
دواړه د ده په ضمير لوبې کوي
په دې زخمي زخمي وطن کې يو څوک
لا په خنجر او په تير لوبې کوي
کوچۍ که وايې اوس دي نه يادوم
ګرانه ته مه شه زهير لوبې کوي