کور / کیسه / ړندونکی درمل

ړندونکی درمل

له ډیر کوچنیوالی مې دا عادت و هغه کسا ن چې په مخ او او یا دبدن په کوم بل ځای به یی کوم داغ او یا دانه وه لاس نه ورکاوه او نه به ورسره په یو دسترخوان ډودۍ ته کښیناستم .په دی عادت که ښه یی بولئ او که بد څو ځلې پلار او نورو مشرا نو وهلی او ترټلی هم یم . خوما کلونه کلونه دا عا دت ورک نه کړ او هما غسې سر ټمبه له هغو کسا نو لیرې ګر ځیدم چې په وجود یی د سپینکی او یا د پو ټکی د بلې نارو غۍ نښې نښنا نې لیدل کیدې.

زما نه یوازې له هغوی بد را تلل چې د سپینکی په ناروغیو ککړ ول بلکې له هغو نارینو مې هم بد را تلل چې په لاسونو یی ګوتې په ګوته کولې او یا یی په غاړه کې د ځنځیرونو ګرځولو شوق کاوه .ان له هغو نجونو مې لا بد راتلل چې د ښا یست له پاره به یی په خپلو لاسونو نکریزی ایښودې .

له دې ویرې او احسا سه مې میرمن په لاسونو لا تر ننه نکریزی نه دی ایښی او سپين سرې مور مې هم د سر ویښتان په نکریزو کله نه دی رنګ کړی . خو کلونه وړاندی چې په وطن کې په لاسونو د نکریزو او په ګوتو د رنګینو او قیمتی ګوتو په ګوته کولو او په لاسونو او غاړوکې د ځنځیرونو دود عام شو له ما هیله وشوه چې وطن ته وګرځم او بیا دتیر په څیر په حکومت کې دنده واخلم او د تل لپاره په خپل هیواد کې هستو ګنه غوره کړم . که رښتیا ووایم دا ما ته یو ښه زیری او چا نس و ځکه د کډوالۍ او له هیواده د کلونو لیری والی خورا ستړی او ځورولم او داسې یوی شیبې ته می ورځې او شپې شمیرلې .خو خورا ویریدم نه چې د پوستکې په دی نا روغیوزه وانه وړم او په رښتیا را باندې په ګوتو د ګوتو ایښدو او په لاسو او غاړه کې د ځنځیرونو شوق غالب شی .

څو پرله پسې دوستا ن او خپلوان را پسې شول چې هیواد ته وګرځم او دنده اشغال کړم . خو ما به تل دوی ته دا اندیښنه څرګندوله او دوی به تل ځواب را کاوه :

ـ دا نارو غی ساری نه ده او دا شوق هم ستا په ارادې او توان پورې تړلی دی که ځا ن باینلې او ونه غولیږی نه به ناروغ شی او نه به دا شوق در کې پیدا شی .

خو له دی ټولو اندیښنو او ویرې سره سره وطن ته له اوږده ماسفرته ور وګرځیدم .دنده مې وا خیسته .لومړی د پو هنتون ساده ښو نکی شوم خو وروسته ورو ورو لوړو څوکیو ته پورته شوم .که رښتیا در ته ووایم چې تر څو په پو هنتون کې وم له ټولو هغو عادتونو لیرې او په څنګ وم چې ما ترې ویره لرله او کرکه مې ترې کیده خو همدا چې له پو هنتونه را بیل او لیری کیدم دا شوفونه هم یو یو راباندې غا لیبیده :

اول مې د ګوتو شوق بیدا او ښه دسرو ګوته مې په لاس کړه، وروسته مې د ګوتې تر خوا په لاس کې ځننځیری کړۍ واچوله او چې ددوی خوند مې خوله خوږه کړه دسرو یو قیمتی ځنځنیر مې هم په غاړه کړ . دا شوقونه او س یواځې په ما نه و غا لب شوی بلکې زما په څیر د ډیرو لوړ پوړو چارواکو په عادت بدل شوی ول او اوس دا یو عام دود او کلتور و .

ما همدارنګه له هغوی هم تر ډیره ځا ن لیرې وسا ته چې د پو ستکي په ګڼو ناروغیو ککړ ول . خو له دی ناروغیو هم بچ نه شوم .

ځکه ډیری دوستا ن مې په دی نا روغیو اخته ول او زه ورسره بې اړیکو نه شوم پا تی کیدای او چې هر څو مې ددنیا خواری وکړه چې لیری تری پا تی شم بیا هم اړوم کله نا کله ورسره مخ شم ،لاسونه او غاړه ورکړم او مخونه یی په خپل مخ وسولوم.

ما ډیرو نږدې دوستا نو او اشنا یانو ته چې زما په څیر یی دا شوفونه ښه نه ایسیدل دا اندیښنه ورسوله خو ټولو به بیا بیا په یوه خوله را ته وویل ـ نه دا ناروغی ساری ده او نه دا شوقونه خو چې اراده دی زوروه وی خو دا دی زما له دومره ریا ضت او مفاومت سره سره اوس دا دی پمن هم شوم او دا دی څو ورځې وشوی چې په مخ او لاس کې مې سپین داغونه هم له ورایه ښکاری . پرون دا کتر ته لاړم . هغه زما د داغونو له لیدو وروسته سم دستی را ته وویل :

ـ چرت مه خرابوه دا اوس عا مه ناروغی ده . علاج یی ګران دی خو یو ښه کار دا دی چې اوس د څو کلونو وړاندی په څیر له دی ناروغي او ناروغه خلک کرکه نه کوی خو دا کتر په دی نه پو هیده چې که دا داغونه ډیر شی ژه به پخپله ځا ن څنګه زغمم او دا دی اوس مې چې په دی ناروغۍ کلونه واوښتل څومره مې له ځا نه کرکه پیدا شوې او ځپل وجود څو مره را باندې بار دئ.

څو ور ځې وړاندې یوه دوست چې زما په څیر لوړ پوړی چارواکی او دا ناروغی ده ته هم ور غلی ور غلم . هغه دستی زما د داغونو په لیدلو د میز له جا بې یو بو تل را وکیښ او مشوره یی را کړه:

جرت مه وهه اوس د داسی ناروغانو کمی نشته . ما هم ستا په څیر ډیر پرهیز وکړ خو بالا خره پر هیز را نه ما ت شو او چې څنګه می ما ت کړ په را سبا مې دا ناروغی مل شوه

بیا یی په ورو بو تل په لاس کې را کړ:

ـ بس دا بوتل واخله دا پودر هره ورځ په ځان وهه او بیا لامبه .

ما په بیړه وپو ښت :

دا به مې دا سپین ټکي لیری کړی؟

هغه په ورو موسکی شو:

دا دداغونو او دسپینو ټکو د لیری کولو کمال نه لری

ما په بیړه په خبره کې ورټوپ کړ:

-نو کمال یی بیا په څه کې دی؟

کمال یی دا دی چی نور ړندوی چی ستا دا غونه ونه ووینی

سره له دی چی دی می ټول درد نه دوا کاوه ځکه زه به نورو نه لیدم خو چې زما خپلې ستر ګې نه ړندیدی او تل مې دا داغونه په سترګو کې اغزی و . څه می کولای شول . خو له ملګری نه په مننې رارخصت شوم.

له هغې ورځې چې مې ملګری دا پودر را کړی هر ګهیځ چی له کوره وځم ځا ن پرې وینځم او دا یو حقیقت دی هر څوک چې مې پوښتلی تر اوسه یی د کوم داغ او یا سپین ټکی نه دی ویلی او ځنې خو مې له پخوا هم تر او تازه او ښا یسته بولی ان تردی چې ددومره ډیرو ښایسته او ځوانو نجونو بیروبار را باندی د ځوانۍ په تا نده مرحله کي هم نه و جوړ لکه نن سبا چي مې کومی نجونی په ځان را تاو دی.

خو زه له دی هر څه سره سره خورا زوریږم او له ډیرو اندیښنو هر شپه ځان څو څو ځلې په هنداره کې ګورم او په هر ځل لیدلو نه یوازی په ځا ن شرمیږم بلکې له ځا نه ویریږم او دا ویره مې ډیر وختونه خوب او ارام ته نه پریږدی اوکله کله مې د خوبونو ملګری هم وی.

او اوس چې هر چا ته دا حال وایم نو ټول په یوه خوله را ته وایی:

اوس هغه پخوانی وختونه نه دی هم خلک ټول ړانده دی او هم ته یوازی هغه څوک نه ېې چې په دی پوډرو هر سهار ځا ن پریمینځې .

اوس په داسې پوډرو ټوله دنیا ډکه ده او استعما لونکی یی هم له تا لا لوی چارواکی او څټې دی .

لندن ـانګلیند

د 2012 د اګست دوهمه

.