کور / شعر / دميني يـادګار

دميني يـادګار

جانانه ! زړه مي ستا له تلـوسـره ځي
والله ژړ يږي لـــه سلـــګــــو ســره ځي

داسي روان واى څـه ارمان به مي واى
لکه پاى زېب چي دي له پښـو سره ځي

آزار به شي دخــــــــوږ زړګي در پوري
داچي قــدم دي لــه نــخــرو سره ځي

شل مي درباندي دي وعدې دخولګۍ
رانه دي ګــــډه لــــه پـــورو سره ځي

جارشم دهغــو سرو ګلــــو نو نه جـــار
چي ستا دزلفو لــــه ټـالــــو ســـره ځي

دخداى لعنت اوري په هغو خلګـــو
چي د شيطان لــــه اشـــارو ســــره ځي

نه راکــوي تصـــويـــر دميني يـادګار
الهامه ! يارلـــه شــنــوخـــــالـــو سره ځي
2012/03/17