کور / تازه خبرونه / په امریکا کی یو مسجد وسوځول سو

په امریکا کی یو مسجد وسوځول سو

اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی تیره شپه د امریکا د میسوری ایالت په جوپلین سیمه کی نامعلومو کسانو د دغه ځای غټ مسجد ته اور واچاوه او هغه یې باالکل له منځه یووړ . خبر وایی چی یو ځل تیره میاشت ( د جولای پر څلورمه ) هم نامعلومو کسانو دغه مسجد سوځولی و خو بشپړ له منځه نه و تللی مګر دا ځل بشپړ محوه سو خو څوک پکښی مړه یا زخمیان سوي نه دي .
دغه مسجد په ۲۰۰۷ کی جوړ سوی و ، خو په ۲۰۰۸ کی کټ مټ حمله پر سوې وه او پرونۍ یې درېیمه حمله وه ، خو د دغو درو واړو حملو مرتکبین نه دي نیول سوي .
ایف بی آی وایی چی که هر چا د دغه عمل کړونی راوښود نو پنځلس زره ډالره انعام به ورکړو . د مسجد امام وویل چی مسلمانان باید د زغم او صبر څخه کار واخلی خصوصاً د روژې په دې مبارکه میاشت کی .
پرون د امریکا په میلواکي کی هم نامعلومو کسانو د سیکانو پر ګوردواره حمله وکړه او شپږ کسان یې ووژل .
امام زیاته کړه چی په جوپلین کی زموږ مسجد ته پنځوس مسلمانی کورنۍ د لمونځونو او عبادت لپاره راځی او موږ د سیمی د خلکو او کلیساګانو سره ښه اړیکی لرو ، خو نه پوهیږو چی دا کار چا وکړ او ولی .