کور / تازه خبرونه / پاکستاني چارواکو له خبریال ویب پاڼې بندیز لري کړ

پاکستاني چارواکو له خبریال ویب پاڼې بندیز لري کړ

دپاکستاني چارواکو له لوري پر خبریال ویبپاڼه لګول شوی بندیز لري کړل شو. په اسلام اباد کوټه او پېښور کې دخبریال ویبپاڼې همکاران وايي چې اوس دپاکستان په ټولو انټر نیټي شبکو کې دسه شنبې له سهاره خبریال ویبپاڼه فعاله شوې ده . په اسلام اباد کې دخبریال ویبپاڼې همکار وايي چې (پیمرا) له خبریال نه بندیز لیري کړی دی .

پاکستاني واکمنو دخبریال ویبپاڼې پر ځینو خبرونو او تبصرو باندي ناخوښي ښودلې وه اوددې پاڼې پر خپرونو یې په خپل هیواد کې دتېري جون میاشتي په وروستیو کې بندیز ولګاوه . له هغه وروسته پاکستاني چارواکو په افغانستان کې هم دخبریال ویبپاڼې فلټر کېدل پیل کړل .

دخبریال ویبپاڼې ادارې ديوې خبرپاڼي په خپرولو سره له ټولو لیکوالو، ژورنالیستانو او دژورنالیسټانو د حقوقو ددفاع له ادارو دزړه له تله مننه کړېده چې دبیان دآزادي دسرغړونې په خلاف له دوی سره اوږه په اوږه ودرېدل . د خبريال ويبپاڼي مسول ميرويس افغان لراوبر ته وويل چي په ځانګړي ډول دسفا افغانستان او د ژورنالیستانو دخپلواکي ټولنې مننه کو چې په دې ستونزه کې له خبریال ادارې سره هراړخیزه همکاري وکړه .

نوموړئ وايي دافغان چارواکو نه په دې خاطر مننه کوو چې درسنیو دآزادي احترام یې وکړو او آزاد ژورنالیزم ته یې لاره پرانیستله او دا به بې انصافي وي که ونه وایو چې دوی په دې لړ کې دزړه له تله هڅي کړي دي . دافغان ولسمشر کرزي ، دهغه دویاند ایمل فیضي ، دمخابراتو وزیرامیرزي سنګین او دافغان پارلمان له یو شمېر غړو نه هم مننه چې دآزاد ژورنالیزم په ملاتړ له خبریال ویبپاڼې سره ودریدل .

د خبريال د مشرتابه وايي په افغانستان کې دملګرو ملتونو یونا ما دمشرتابه ، په پاکستان کې دافغانستان سفیر عمر داودزي ، وتلي ژورنالیست او دخبریال ویبپاڼې دهمکار سلیم صافي ، په افغانستان کې دپاکستان دسفیر محمد صادق او دپاکستان دبهرنیو چارو له وزیري حنا رباني کر نه هم یوه نړۍ منندوی یو چې دآزادو رسنیو دقانون هر اړخیزه ملاتړ یې وکړو او په پاکستان کې خبریال ویبپاڼې ته دفعالیت په اجازه ورکولو کې مهم رول ولوباوه .

د خبريال مسول ميرويس افغان دهیواد دبیلا بیلو ویبپاڼولراوبر لوی افغانستان ، نن ټکی اسیا ، بینوا ، ټول افغان ، پژواک خبري اژانس اونورو رسنیو له مشرتابه او کارکوونکو د زړه له تله مننه کړېده خو له ځينو رسنيو يې ګيله کړېده او په اړه يې داسي وايي.

هغه رسنیو چې په دې اړه یې مرسته نه ده کړې هیله لرو چې په راتلونکو کې دورته پېښو پر وخت بې تفاوته پاتې نشي ،ځکه پریوه آزاده رسنۍ باندي بندیزدبیان پر ازادي دبندیز په معنا ده او هره رسنۍ مسئولیت لري چې دبیان دازادي دساتلو لپاره خپل مصئولیت تر سره کړي . ځکه دداسي هڅواغیز دافغانستان او سیمي په کچه باندي درسنیو په ازادي کې پټ پاتې کېدلای نشي .