کور / اسلامي / روژه اونوی ساينسي څېړنې (۲۰)

روژه اونوی ساينسي څېړنې (۲۰)

خُرماقبضله مينځه وړی

خُرمادډېروخته راهیسی دقبض دلهمینځه وړلولپاره تجربه شوې درمل ده، ددې استعمال دډېره وخته راهیسیحکیمانواوطبیبانوکاوه خواوس ډاکتران هم ورڅخه استفاده کوی اوددې ننګه کوی، په اصلکی خُرماهضمیه برابروی داپه هغه وخت کی که چیری خُرمادډوډۍ سره وخوړل شی۔

دخرماګټې

خرماډیرې ګټې لری چې شمېرئې دانسان له وسه یووتلی کاردی،داپه دې مطلب چې خرمادژوندیوه ارزښتناکه میوه ده، دادمیوې څخه علاوه پوره غذاهم دهاودواهم ده، خرماپه دې ډیرې ښې پایلې لری چې ویټامینونه اومینرالونه لری، خرماپهځانګړی ډول سره شحمیات، کلسیوم، سلفر، اوسپنه، پوتاشیم، فاسفورس، منګنیز، مس،مګنیزیم اوداسی نورموادلری، خودائې عمده مواددی، داټول مواددانسان لپاره ګټې لری،روغتیاپالان وایی چې دورځې یوه خرماخوړل دښه روغتیاضمانت ورکوی، په عمومی ډول سرهخرمادقبض ، دکلمودغیرمنظم حرکت ، وزن، دزړه تکلیف، جنسی کمزوری، نس ناستی اودګیډیدسرطان لپاره یوه بې بېلګې دارودرمل ده.خرمادپوتاشیم په درلودلوسره میتابولیزمحالت ښه کوی، چې خرماددماغ لپاره هم ډیره ښه ده، خرماد(B-Complex) ویټامینوپه درلودلوسره دوینې سرهکُرویات اوسپین کُرویات جوړوی، اوسپنه اومګنیزیم يي دحمل په دوران کی ډیره ښهنتیجه ورکوی، په عمومی ډول سره په خرماکی هیڅ داسی موادنشته چې وانسان ته ضررورسویبرعکس وانسان ته ډیره ګټوره اوښې پایلېلری.

دخرمابله غټه اوستره ګټه وانسان ته داده چې دانسانوغړوته ډیره ښه وده ورکوی، دروغتیاپالانودنسخې مطابق خرماپه مختلفوطریقوسره خوړلکیږی، خرمادشیدوسره، په ډوډۍ کی دکوچواوپنیرسره یوځای کوی، چې داخوراکدماشومانواوهم دبالغانودواړولپاره ګټوردی، یوه بله نوې څیړنه چی اوس ساینسپوهانوکړی ده هغه داچې خرمادګیډې دسرطان په پوره ډول سره مخه نیسی، ساینسپوهانوداهم ثابته کړیده چې په مجموعې ډول سره مسلمانان په خرماسره روژه ماتوی، چېداددوی لپاره ډیره ګټوره ده هغه په دې چې دخرماپه خوړلوسره لوږه په مکمله توګه سرهماتیږی، زړه صبرکیږی، چې دادچاغښت، دزړه دتکلیفونواودنس دکړاوونومخنیوی دی.

په عصری نړۍ کی وخرماته دخوږې تاج وایی، داځکه چېدایواځی خوږه نه بلکې غذاهم ده، اوخرمادستړیاپه وخت کی کیمیاده، خرماعلاوه دنارینهولپاره دښځولپاره هم غوره درمل ده، دامریکا یوه څیړنیزه اداره (American CancerSociety)وایی چې هرانسان باید په هره ورځ کی ۲۰-۳۰ خرماوې وخوری، دوی داهم وایی چې کههرڅوک په ورځ کی اقلایوه خرماوخوری نوقوت باصره(دلیدوتوان) به ئې دتل لپاره قویوی، اوداسړی به دړندوالې څخه په امن کی وی (یعنی ړوندبه نشی).داځکه چې په خرماکیویتامین اې (A) شتون لری،

خرماقبض ليری کوی: په اوسنی ساینس کی وخرماته دقبضضدخوراک (Laxative Food) وایی، له همدی کبله هغه کسان چېقبض لری ډاکتران ورته توصیه کوی چی خرماوخوری، ددې لپاره ډاکتران ورته وایی چېخرمابایدیوه مکمله شپه په اوبوکی کښیږدی، چې خرمابه په اوبوکې ډوبه وی، اوکله چېشپه پرتیره شوه نوسهاردی داخرماوخوړل شی چې دقبض لپاره تربلې هرې دوااغیزمنهده.خرماکلمې نرموی، اوغوړوی ئې ترڅوفضله موادښه حرکت پکښې وکړی، نولومړیخرمادکلمودردله منځه وړی اوبیانورهرڅه اسانه کوی.

دبدن دښې ودې لپاره: خرمایوه ډیره ښه اوغوره خوراک دی،خرماشحم، شکره اوپروتین لری، اودویټامینوپه درلودلوسره خرمادښه روغتیالپاره غورهده، یوکیلوګرام خرماتقریبا۳۰۰۰ کالوریزلری، نوځکه هغه کسان چې ډیرهډاوپوست ویخرماورته کیمیاده.خرماواعصابوته ځکه کیمیاده چې پوتاشیم لری، اوددماغاواعصابوپوهان وایی چې ۴۰۰ ملی ګرامه پوتاشیم داعصابو۴۰٪ سلنه خطرله منځه وړی.خرماداوسپنې په درلودلوسره دکم خونۍ (Anemia) لپاره ډیره ښه ده، اویواسرايیلډاکټربیاوایی چې خرما دوینې شحم اوشکره ثابته اومعتدله ساتی.

خرمادصحتمندزړه لپاره: کله چې خرماپه اوبوکی واچول شی،اوپوره یوه شپه په اوبوکی خشته شی، اوبیاسهاروخوړل شی نودادکمزوری زړه لپاه غورهدرمل دی، اقلادابایدپه اونۍ کی دوه ځلی تکرارشی.

دجنسی کمزورۍ لپاره: دجنسی توان لپاره خرمایوه طبعیدرملنه ده، که چیری یوموټ دخرماڅخه ډک دبزې په شیدوکی واچول شی اوشپه پرتیره شی،په سهارکی همدغه خرماپه شیدوکی میده شی، یېل اوعسل هم ورسره علاوه شی نودادجنسیکمزورۍ لپاره غوره طبعی درملنه ده.

خرمادنس ناستې لپاره: کله چې خرماپخه شی نوپوتاشیم پکښېزیات وی، چې دادښه هضم لپاره غوره دی، نوځکه پخه خرمادنس ناستی لپاره غوره درملدی.وبل لورته خرمادایل ډی ایل په درلودلوسره (Low-density Lipoprotein) کولسټرول کموی،چې دکولسترول کموالی په بدن کی یوډیرښه زیری دی.

خرمادنشې علاج ده:په لویدیځ کی خرمادالکحلودنشې لپارهډیره زیاته استعمالیږی، هغه چاچې ډیرشراب خوړلی وی اونشه ئې نه ختمیږی نوپهخرماسره داهرڅه له منځه ځی، خو په عمومی ډول سره خرماهغه مهال دهرې نشې لپاره غورهدرملنه ده چې کله په اوبویاشیدوکی خشته شی اوبیاوخوړل شی، اوکه اړتیاوی نوپخهخرمادی سمدستی وخوړل شی.په خرماکی یوه بل طبعی ماده شته چې فلورین ورته وایی،دفلورین په درلودلوسره دغاښونوستونځې له منځه ځی، یعنی غاښونه ودې ته نه پریږدی چیخراب شی، غارونه پکښې جوړشی اوکه لږپه ساده ژبه ووایم نوچنجیان ئې نه خوری.

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر