کور / اسلامي / دروژې دماتولوپه وخت کي مهم کارونه

دروژې دماتولوپه وخت کي مهم کارونه

بسم الله الرحمان الرحيم

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

متاسفانه موږخلگ دروژې دماتولوپه وخت کي ټول پام دخوراک په لوراړوو اوپه دغه مبارک وخت کي ډېره لويه موقع له لاسه ورکوو،چي داسي بایدونه کړوځکه معلومه نه ده چي بيابه زموږپه ژوندکي دامبارکه مياشت راشي اوکنه؟

نو

دروژې دماتولوپه وخت کي دغه لانديني کارونه که وکړو،نوانشاءالله په دې مبارکه مياشت کي به مودخيرپه کاروکي ونډه دپام وړوي

هغه دادي :

۱:

په حديث شريف کي راغلي دي

ان للصائم فرحتان فرحة حين يفطر و فرحة حين يلقى ربه.
دروژاتي لپاره دوه خوشحالۍ دي،يوه دروژه مات په وخت کي اوبله

دخپل رب سره دملاقات په وخت کي .

دروژې دماتولودوخت خوشحالي خوموپه برخه کيږي،دهغي بلي خوشحالۍ لپاره بايدداسي هڅه وکړوچي داسي روژه ونيسوچي دهغي بلي خوشحالۍ هم مستحق شو.

۲:دروژې دماتولوپه وخت کي دُعاءنه رديږي يعني هرومروقبليږي

نوپه دې وخت کي ډېري دُعاګاني کول پکاردي،خوله بده مرغه چي موږاکثره خلګ په دې وخت کي هم له خبرونه وزګارېږو.

اوبياکه وزگارشو،نويوازي موتوجه دخوراک په لوروي،په انتظاريو،په دې وخت کي هم راته دُعاءکول گران معلوميږي.

په حديث کي راغلي دي:ددريودُعاءنه رديږي:يودروژاتي دعاءدروژې دماتولوپه وخت کي،دعادل باچادعاءاودمظلوم دُعاء چي هغه الله پاک

ترورېځوپورته کوي،داسمان دروازې ورته خلاصوي اوالله پاک فرمايي:زمادي په خپل عزت قسم وي چي زه به هرومروستامرسته کوم،که څه هم(دمصلحت له کبله)وروسته شي(مسنداحمد،ترمذي،ابن خزيمه،ابن حبان)

نودغه وختونه نه دي ضائع کول په کاراوپه دُعاگانوکي پوره برخه اخيستل پکاردي.

يوه خبره چي يادول يې فائده مندراته ښکارېږي هغه داچي په دُعا‌ءکي لاسونه پورته کول ددُعاءله آدابوڅخه دي،که څوک لاس پورته نه کړي نوهم دُعاء کيږي.

دروژې دماتولوپه وخت کي ځيني کسان له دې امله دُعاوي نه کوي،چي فکرکوي،خلگ به راته رياکارووايي،نوله دې تُهمت څخه دځان ژغورني له امله دُعاوي نه شي کولای چي داتاسف ځای دی.

نوددې لپاره اسان علاج دادی چي دلاس له پورته کولوپرته دي دُعاوي وغواړي.

۳:دروژې دماتولوپه وخت کي هغه دعاګاني لوستل کومي به چي رسول الله صلی الله عليه وسلم لوستلې .

دوه يې دلته ذکرکوو:

اَلحَمدُلله الذي اَعَانَني فَصُمتُ وَرَزَقَني فَاَفطَرتُ

(بيهقي شعب الايمان 3\408)

ژباړه:ټول دکمال صفات دهغه الله لپاره خاص دي چي زمامرسته يې وکړه،نوماروژه ونيوله اوماته يې روزي راکړه،نوروژه مي ماته کړه؛

بله دعاءداده :

ذَهَبَ الظَمَأُوَابتَلَت العُرُوقُ وَثَبَت الاَجرُان شَاءَاللهُ تَعَالَی

(رواه ابوداودباسنادحسن،مشکات1\175)

{تنده لاړه،رګونه لانده شول اوانشاءالله تعالی اجرثابت شو}

بله دَُعاءداده :

اللهم لک صُمتُ وعلی رزقک افطرتُ.

(ياالله!ستالپاره مي روژه ونيوله اوستاپه روزۍ مي ماته کړله)

۴:دډوډۍ دخوړلوځانګړي اداب شته،لکه په راسته لاس خوراک کول،بسم الله دخوراک په پيل کي لوستل اوداسي نور..

دهغوآدابوپه دې مبارکه مياشت کي په ځانګړي توګه مراعت کول پکاردي .

۵:په دې وخت کي دالله پاک شکراداکول چي هغه موږته هدايت راکړی،داسلام مبارک دين يې راپه برخه کړی،دروژې اونوروعباداتوتوفيق يې راکړی اودروژې دماتولولپاره يې روزي راکړې ده .

۶:دروژې دماتولوپه وخت کي داهڅه کول چي يوه روژه نيوونکي ته دروژې د ماتولو لپاره څه ورکړو

ځکه داهم يوډېرمهم عمل دی،تردې چي دهغه دثواب په اندازه الله پاک تاته هم ستادخوراک دورکولو له کبله درکوي .

اوداثواب ديوې خورماپه ورکولواوياديوه گلاس اوبوپه ورکولوسره هم حاصلېږي.

نوپه دې کي پوره کوشش کول پکاردي.

۷:په دې مياشت کي ډېري صدقې کول پکاردي اوبايد

دروژې دماتولوپه وخت کي دهغوبې وزلواوغريبانوحالت له پامه ونه غورزووچي دخوراک لپاره په کورکي څه نه لري .

۸:دروژې دماتولوپه وخت کي دځان اونورومسلمانانولپاره له الله پاک څخه دمغفرت اوبښني دعاوي کول .

۹:داسلام دسترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم

اودهغه دملګروحالت هم بايدپه پام کي ونيسوچي پرهغوی به څوڅوشپې دلوږي په حالت کي تېرېدلې،تردې چي دلوږي له امله به يې

ډبري په نسونوپوري تړلې .

۱۰:بايدله ډېرخوراکه ډډه وکړو،نه بايددروژې دماتولوپه وخت کي ډېرخوراک وکړواونه هم دپېشنمي په وخت کي

ځکه دروژې دنيولويوحکمت اوغرض دادی چي مالدارخلګ دلوږو

له حالته خبرشي،دهغوی دلوږي اودتکليف احساس دوی ته وشي،که

خوراک ډېروکړل شي،چي په روژه کي وږی نشي نوبيادروژې دغه ستر

مقصدانسان ته په لاس نه ورځي.

(۱۱)دوژې په ماتولوکي بيړه کول .

په حديث کي راغلي دي: ما زالت أمتي بخير ما أخرت السحور وعجلت الفطور{زماامت به ترهغه پرخيرباندي وي،ترڅوچي دوی پېشنمی ځنډوي اوروژه مات په تلوارسره کوي}

يعني داتقوی اوپرهېزگاري نه ده چي څوک روژه په اول وخت کي نه ماتوي.

بلکي داګناه اوبدعت دی.

(۱۲)روژه بايدپه خورما(کجورو)باندي ماته کړل شي.

ځکه داسنت طريقه ده اوپه دې کي روغتيايې لويې ګټي هم شته،که خورمانه وه نوبيادي په اوبوسره ماته کړل شي لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي .

۱۳:دروژې دماتولولپاره دحلالي روزۍ هڅه کول.

(۱۴)دروژې دماتولوپه وخت کي بايدخپل هغه مؤمنان اومجاهدين وروڼه هم له ياده ونه باسوچي دډول ډول کړاوونوسره لاس اوګرېوان دي،په ځانګړي توګه زموږپه جګړه ځپلي هيوادافغانستان کي .

هغوی ته بايددُعاوي وکړواوڅه ډول مرسته موچي ورسره په وس پوره وي،هغه بايدترې ونه سپموو.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين