کور / تازه خبرونه / دغور دولایتي شورا دغړي موټر دسړک دغاړي پرښخ سوي ماین وختئ

دغور دولایتي شورا دغړي موټر دسړک دغاړي پرښخ سوي ماین وختئ

باوري سرچینوله څو ورځووروسته تائید کړه، چي د روان کال داګسټ دمیاشتي پردوهمه نېټه، دغور دولایتي شورا دیوه غړي شخصي موټر هغه مهال دچغچران او هرات پرلولار دسړک دغاړي پرښخ سوي ماین باندي وختئ کله چي نوموړی دخپلو ساتوونکو، څلورو پولیسواو موټروان سره دتاغي تیمور سیمي ته روان وو. په دغه چاودنه کي دولایتي شورا غړی، دده ساتوونکی او یو پولیس ووژل سو اوپاته درې پولیس یې ټپیان سوه.

دلراو بر دثبت اومعلوماتوله مخي،دا په چغچران کي درېیمه پېښه ده چي په روان کال کي رامنځ ته سوه. دغه ډول اوله پېښه دجون پر ۲۴مه په سوپک سیمه اوبله یې په ښارکي دسړک دغاړي دیوښخ سوي ماین کشفول وه چي دپولیسو له خوا کشف سو.
دتېرکال په نسبت، په ۲۰۱۲ کي دسړک دغاړي ماینونه په ټول غور کي ډېري سوي دي. دیادي پېښي مسؤلیت تر دې مهال چا پرغاړه نه دﺉ اخیستئ.