کور / تازه خبرونه / پنځلس ښوونځي دزدکوونکو پرمخ بيرته پرانيستل شول

پنځلس ښوونځي دزدکوونکو پرمخ بيرته پرانيستل شول

هغه پنځلس ښوونځي چې څو ورځې وړاندې د خوست ولايت په صبريوولسوالۍكې د مسوولينو لخوا د احتجاج په ډول تړل شوي وو، بېرته پرانستل شول. د خوست سرپرست والي طاهر خان صبري د يوې غونډې پرمهال وويل، چې د صبريو ټول ښوونځي به سر له چارشنبې پرانېستل شي هغه زياته کړه چې د دوى ستونزې او شکايتونه يې اړونده وزارت او ولسمشر حامد کرزي ته ورسول، او د ده خبره ولسمشر په دې اړه د ناټو ځواکونو له قوماندان جان مېکنل سره خبرې وکړې او هغه ته يې وويل چې كه د نيول شويو کسانو په اړه شواهد لري، نو محکمې ته دې وسپاري او کنه نو بايد ژر تر ژره خوشي شي او تښتول شوي معاشونه به دوزارت لخوا ورکړل شي . بل پلو د پكتيكاولايت سرپرست والي او امنيې قوماندن پاسوال نبي جان ملاخېل وايي چې د دغه ولايت په سرروضې او اورګون ولسواليو كې د نجونواو هلكانو لپاره نوې اوعصري دوې جوړې شوې ودانۍ پرانستل شوې. ده وويل چې په دواړو ودانيو د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا ديارس مليونه افغانۍ لګول شوي دي، او اوسمهال پكې څلور سوه نجونې او پنځه سوه هلكان زده كړې كوي، چې لدې وړاندې يې په آزاده هوا كې سره لمر اويا سړې هوا ته زده كړې كولې. په همدې مهال د سيمې يوتن ديني عالم مولوي يعقوب له دولت مننه كړه چې په لېرو پرتو اوغرنيوسيموكې يې د دوى ماشومانوته ودانۍ جوړې كړې.