ملى امنيت:دهيريونو فابريكه او خام مواد مو ترلاسه كړه
نن دهلمندولايت دملى امنيت مؤظينو دپوليسو په مرسته ددغه ولايت دنادعلى ولسوالۍ په زرغون كلى كى د هيريونو يوه فابريكه او دهيرينو دجوړولو يوڅه اندازه مواد هم نيولى دغه خبره دملى امنيت يوتن كاركونكى چى دنوم نه ښودولو په شرط وكړه
نوموړى وويل چى په دغو موادوكى دهيريونو دفابريكى تر څنګ كيمياوى مواد تيزاب او دتارياكو توفيلى مواد هم شامل دى .
ده زياته كړه چى تر دامهاله يي دپوره راپور دنه بشپړيدوپر اساس دنيول سوموادو اندازه نه سم ويلاى خو نوموړى دومره وويل چى ښاي پنځه سوه كيلو ګرامه راسى نوموړى زياته كړه چى فابريكه غټه وه او په سيمه كى مو دفعاليت څخه واچوله .
خو دنوموړى په وينا تر دامهاله يي په دى تور څوك نه دى نيولى نوموړى زياته كړه چى په هغه سراي كى يوازى ښځى وى او دامهال پلټنى روانى دى .
هيره دى نيوى چى دايوځل نه دى چى دنادعلى په ولسوالۍ كى دى دى ته ورته مواد نه وى نيول سوى څومياشتى وړاندى هم دمخدره موادوپه وړاندى دمباريزى مديريت په يادسوى كلى كى يوه دهيرينو فابريكه يوڅه اندازه خام موادورسره نيولى وه چى په تور يي څوك نه وه نيولى .